وسله والو پېښور ته نژدې په جومات کې خبريال وواژۀ

عاطف
Image caption مکرم خان عاطف له مومندو ايجنسۍ تر هغه وروسته ووت چې گواښونه ورته وشول

پاکستاني پوليس وايي نامعلومو وسله والو پېښور ته نژدې په شبقدر کې يو خبريال وواژۀ.

٤٤ کلن مکرم خان عاطف د امريکا غږ راديو د ډيوې خپرونې همکار و او د مومندو ايجنسۍ په باب يې پر مسايلو رپوټ ورکاوۀ.

د دۀ همکاران وايي چې څو وخته پخوا په مومندو ايجنسۍ کې دۀ ته پاکستاني طالبانو گواښ کړى و.

د هغۀ گواښ له امله دى له خپلې کورنۍ سره شبقدر ته کډه شوى و.

پوليس وايي مکرم خان عاطف د ماښام پر لمانځۀ ولاړ و چې په موټر سايکل سپرو دوو کسانو پرې ډزې وکړې.

دى وروسته په روغتون کې ومړ.

د جومات ملا امام ټپي دى.

تر اوسه پورې چا د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.

ځايي خلک وايي بريد کوونکي مخ پټي وو.

خبريال

د امريکا غږ راديو د ډيوې خپرونې مسوول نفيس ټکر د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې مکرم خان عاطف پر پوځي او پرمختيايي چارو رپوټونه ورکول.

ټکر وويل مکرم خان عاطف له ٢٠٠٦ کال څخه له دوى سره کار کاوۀ او د مومندو ايجنسۍ په باب يې رپوټونه ورکول.

ټکر د خپل وژل شوي خبريال پر کار وويل:

" مکرم خان عاطف پر پوځي عملياتو او د سيمې په پرمختيايي مسايلو رپوټونه ورکول، دۀ په رپوټونو کې خپله بې طرفي ساتله، د ټولو غاړو نظر يې خپراوۀ او سرچينې او معلومات يې کره او باوري وو."

د ٢٠١١ کال په ترڅ کې گڼ پاکستاني ژورناليستان د نامعلومو وسله والو کسانو له خوا ووژل شول.

د تير کال په وروستيو ورځو شپو کې دوو مخورو پاکستاني ژورناليستانو ادعا وکړه چې د امنيتي ځواکونو له خوا گواښونه ورته شوي دي.

هغو ژورناليستانو ادعا کوله چې په تلويزيوني خپرونو کې يې د پاکستاني پوځ پر رول خبرې کړې وې.

د تير کال د مۍ په مياشت کې د سليم شهزاد په نامۀ يو ژورناليست نامعلومو کسانو وواژۀ چې ډيرو يې پړۀ د پاکستان د استخباراتو پر ادارې واچاوله.

تر وژنې وړاندې سليم شهزاد څو ځلې ويلي و چې د اى ايس اى له خوا گواښونه ورته شوي دي.

اى ايس اى هغه تور په کلکه رد کړ.

په پاکستان کې د ورځپاڼه ليکوونکو ټولنې وايي چې په تيرو څو کلونو کې يې ٢٩ همکاران وسله والو وژلي دي او گڼ نور يې ټپيان کړي دي.

ورته مطالب