پاکستان د افغانستان له لارې ازبک برېښنا اخلي

برېښنا
Image caption دا لا جوته نه ده چې پاکستان به څومره برېښنا اخلي

افغان حکومت د پاکستان هغه غوښتنه ومنله چې د افغانستان له خاورې د ازبکستان برېښنا ترلاسه کړي.

په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر وايي د وزیرانو شورا د دوشنبه په ورځ ( د جنوري ١٦) له ازبکستان څخه د برېښنا له پیرودنې او د افغانستان له لارې پاکستان ته د هغې له لېږد سره موافقه وکړه.

په کابل کې د پاکستان سفارت افغان حکومت ته په دې برخه کې يو يادښت سپارلى و چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ کابينې وڅیړۀ.

د ولسمشرۍ دفتر وايي د لوړ ولټاژ مزي به د افغانستان له لارې پاکستان ته د ازبکستان برېښنا ليږدوي.

کابل د دې چارې لپاره د مزو له غځولو سره سلا کړې ده خو نور جزييات لا څرگند نه دي.

دا معلومه نه ده چې له کومو ځايونو به دغه برېښنا تيريږي او ايا افغانستان به د ترانزيت په توگه څه ترلاسه کوي که نه.

د ولسمشرۍ دفتر يوازې دومره وايي چې کابينې په کابل کې د پاکستاني سفارت يادښت په اصولو کې منلى دى.

د انرژۍ او اوبو وزارت د معین غلام فاروق قاضي زاده په وینا پاکستان ته د دغه مزي د غځیدو تګلوری او شرایط به د افغانستان او پاکستان د تخنیکي ډلو له خبرو وروسته څرگند شي.

پاکستان د برېښنا له سخت کمښت سره مخامخ دى او هڅه کوي چې له نورو هيوادونو يې وپېري.

افغانستان هم له ازبکستانه د کال درې سوه ميگاواټه برېښنا اخلي چې تر ډيره په پلازمېنه کابل او ځينو نورو ولايتونو کې کاريږي.

د افغانستان لپاره د ازبک برېښنا د ليږد لپاره يوۀ هندي شرکت څو کاله وړاندې مزي وغځول.

په هغې چارې تر سلو ميليونو ډالرو ډير لگښت راغلى و.

ورته مطالب