شرعي پرېکړو ته د برتانوي مسلمانانو مراجعه ډېره شوې

په برتانیا کې د زرګونه مسلمانانو له خوا د اسلامي شریعت د پلی کولو کچه په ډېرېدو ده، چې د ژوند په ډېری شخړو کې اسلامي شریعت ته مراجعه کوي، خو د ښځو د حقونو ځینې ملاتړې ډلې له دې کاره په اندېښنه کې دي.

"زما خور باید ماته حقیقت ووايي؛ ځکه چې خدای ستا هر توری اوري، ماته به دروغ ووایې، خو خدای ته دروغ نه شې ویلی."

دا د شیخ هیثم الحداد هغه وینا ده، چې په دې ورځ خپلې لومړۍ مراجعه کوونکې ته یې کوي.

هغه ته یوه ښځه په دې هیله ورغلې، چې ولې یې له کورني ژوند څخه خوشالۍ کډه کړې ده.

شیخ چې په یوه مرکز کې د یوه کوچني میز شاته ناست دی، په برتانیا کې د اسلامي شریعت د شورا استازی دی، چې مرکز یې د لندن په ختيځ لیتون کې دی.

ښځې دغه مرکز ته د اسلامي شریعت مطابق د طلاق اخیستو لپاره ورځي، ځکه چې میړونه یې له طلاق سره موافق نه دي.

ښځې شیخ ته وویل: "زه خوشاله نه یم، ځکه چې هغه ډېر لږ کور ته راځي، د هغه په تیلې فون کې مې د نورو ښځو پیغامونه ولیدل. هغه د خپل اولاد د روزنې او پالنې لپاره هېڅ مالي مرسته نه راسره کوي."

په اسلام کې نارینه په اسانۍ له ښځې طلاق اخیستی شي، خو ښځه باید قاضي قانع کړي چې ولې له خپل میړه طلاق اخلي او دا چې میړه یې باید په طلاق راضي وي.

په دې حالت کې، اسلامي شوراګانې ښه رول لوبوي، ځکه چې زرګونه مسلمانان د خپلو کورنیو ستونزو د حل په موخه مراجعه ورته کوي.

د تقاضا زیاتوالی

د سیفیتاس مؤسسې د ۲۰۰۹ کال د راپور له مخې، په لندن ښار کې نژدې ۸۴ اسلامي شوراګانې فعالیت کوي.

برتانیا کې د اسلامي شریعت په رڼا کې پرېکړه کوونکي مرکزونه قاضیان او مدافع وکیلان نه لري.

شیخ حداد وايي: "د تېرو درو یا پنځو کالو په پرتله، اوس زموږ مرکز ته د اسلامي شریعت په رڼا کې د خپلو کورنیو ستونزو د حلولو لپاره د مراجعینو شمېر درې برابره ډېر شوی."

دی زیاتوي: "په اوسط ډول، هره میاشت موږ د ۲۰۰ تر ۳۰۰ پېښو او قضیو شاهدان یو. څو کاله وړاندې دا شمېر لږ و، خو اوس مسلمانان پرخپله عقیده د لا ټينګښت غوښتونکي دي. "

په برتانیا کې له ۱۹۸۲ کال راهیسې، د برتانیا د قانون په چوکاټ او د سیمه ییزو ټاکنو او برابرښت په لارې اسلامي شوراګانې فعالیت کوي.

خو په هېواد کې نارسمي شوراګانې هېڅ قانوني واک نه لري، او یوازې په مدني حالاتو کې کار کوي، خو ګڼ مسلمانان د علماوو له خوا د خپرېدونکو احکامو پابند دي.

د سولیهل له ښاره ۲۸ کلن عمر حنان یو ځل د برتانوي محکمو پرځای اسلامي شورا ته د خپلو برتانوي مسلمانو شریکانو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې د حل په موخه ورغی.

حنان وايي: "دا زما ضمیر وغوښتل چې اسلامي محکمې ته ورشم، همدا وو چې ژر مې اقدام وکړ، یوازې په درو یا څلورو میاشتو کې مو د ستونزې حل وموند. "

دی زیاتوي: "دې کار یواې دوه سوه پاونډه لګښت وغوښت، اوس تاسې سوچ وکړﺉ چې د برتانیا په قضا کې به څومره پیسې لګېدلې وای؟"

د اسلامي شریعت په رڼا کې د قضیو د حل سربېره، د برتانیا ځینې مدافع شرکتونه له دې کاره په اندېښنه کې دي.

مسلمانې مدافعې اینا خان د خپل دفتر لومړنۍ حقوقي څانګه پرانیسته.

هغه خپلو مشتریانو ته قانوني مشورې ورکوي، په ځانګړې توګه هغو ته چې د برتانوي قوانینو او سلامي شریعت د احکامو یوځای کېده غواړي.

خان وايي: "زه حیرانه یم چې زما زیاتره مراجعین تر ۵۰ ټيټ عمرونه لري، دوی برتانوي مسلمانان دي چې خپل برتانوی او همدارنګه اسلامي هویت ساتل غواړي. همدا ده چې زه یې د اسلامي شریعت او برتانوي قانون په رڼا کې تر یوه چتر لاندې د ستونزو حل پیدا کوم. "

"تبعیض "

په برتانیا کې د اسلامي شریعت له غوښتلو ترڅنګ د ځینو هغو ډلو نیوکې هم په ډېرېدا دي چې وايي دا د ښځو پرضد تبعیض دی.

برتانوي مسلمانان

دیویا تلوار دې ته کتنه کړې، چې برتانیا کې څرنګه اسلامي شریعت ته مسلمانانو مخه کړې ده.

په برتانیا کې د ایراني او کردي ښځو د حقونو ټولنې غړې دیانا نامي وايي: "له ډېرو ښځو سره مو خبرې وکړې، ټولو یوشان خبرې راته وکړې، یعنې د اسلامي شریعت قانون هغه عدالت نه ورته برابروي چې دوی یې هڅې کوي. په دغو شوراګانو کې نارینه واکمن دي، همدا ده چې دوی د نارینه وو په ګټه پرېکړې کوي. "

دیانا نامي زیاتوي: "موږ باور لرو چې په برتانیا کې باید د دیني کړنو ترسره کولو قانون نه وي، او د اسلامي شریعت پر ټولو شوراګانو بندیز ولګول شي. دا هغه یوازینۍ طریقه ده چې د ټولو ښځو لپاره پکې مساوات نغښتي دي. "

خو شیخ حداد وايي چې ددا ډول شوراګانو او مرکزونو بندول ناممکن دي.

دی زیاتوي: "موږ خلک خپلو مرکزونو ته په راوستو نه اړباسو، بلکې پخپله خوښه راځي، ددې پرځای چې بهر کې اسلامي هېوادونو ته ولاړ شي، ولې پخپل هېواد کې خپله ستونزه حل نه کړي. "

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .