د پاکستان لومړی وزير ګيلاني د محکمې سپکاوي قضيه کې کلک ولاړ دی

ګيلاني د انځور حقوق BBC World Service
Image caption که ښاغلی ګيلاني ګرم وموندل شي، کېدی شي له خپلې دندې لرې کېدو ته اړ کړی شي.

د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني د دغه هېواد سترې محکمې پر وړاندې د محکمې سپکاوي قضيه کې راڅرګند شوی، چې له خپل ځان دفاع وکړي.

محکمې قضيه د ښاغلي ګيلاني له دې دريځ سره په تړاو پيل کړه چې په کې يې له سوېس چاروکيو د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد د فساد قضيې بيا پرانيستو له غوښتنې ډډه کړې وه.

که ښاغلی ګيلاني د محکمې سپکاوي دې قضيه کې ګرم وموندل شي، کېدی شي له خپلې دندې لرې کېدو ته اړ کړی شي.

د حکومت، قضا او پوځ ترمنځ ترينګلی حالت د ښاغلي ګيلاني حکومت راپرځونې ګواښنه کوي.

په محکمه کې د لومړي وزير ګيلاني قضيې له څه د پاسه يو ساعته اوېدا وروسته، قضيه د فبرورۍ تر لومړۍ ځنډول شوې ده.

ښاغلی ګيلاني چې سترې محکمې ته ورسېد، موسکی و او لاس يې خوځاوه، او خپله قانوني ډله او د کابيني جګپوړي وزيران ورسره ملګري وو.

ده په پرانيستونکې وينا کې چې اوږده وه، محکمې او د پاکستان اساسي قانون ته يې په کې له درناوي خبرې کولې.

ده وويل د دې تکل يې نه درلود چې محکمه وننګوي، بلکې باور يې درلود چې ولسمشر زرداري له محاکمې د ولسمشرۍ خونديتوب لري.

ښاغلي ګيلاني وويل: "ما له خپلو ملګريو او کارپوهانو سره بحث کړی، او دوی ټولو پر دې سلا راسره وکړه چې دی بشبړ خونديتوب لري."

"زه به د يو داسې ولسمشر پر وړاندې چې د ۲/۳ اکثريت له لوړي ټاکل شوی، د محاکمه کولو پيغام ورنه کړم."

ده وويل دا به ښه خبره نه وي چې ولسمشر "لېوانو" ته وغورځول شي.

دې ته له کتو پرته چې د محاکمې پايلې به څه وي، يو قاضي وويل، "دا د پاکستان لپاره يوه ستره ورځ وه، چې د اجرايوي ځواک مشر په کې د قانون ستروالي پر وړاندې سر ښکته کړ."

د ښاغلي ګيلاني په ستونزو کې راښکېل حکومت له قضا او د پاکستان ځواکمنو وسله والو ځواکونو سره په شخړو اخته دی.

ورته مطالب