د اوباما سيالۍ ته ټاکنيز پړاو تود شوى

امريکا
Image caption د را رواني شنبې ټاکنې به د څلورو نوماندانو ميټ رامني، ګينګريچ ، ران پال او ريک سينټاروم بری او نه بری په ډاګه کړي.

دټيکساس د ايالت والي ريک پېري د سپيني ماڼۍ د نوماندۍ ټاکنې پر نيمې پرې ښودې اود رسنيو په مخ کې يې دجمهوري غوښتونکو د بل نوماند نيوټ ګينګريچ خوا ونيوله.

که څه هم ريک پيري په خپله د محافظه کارانو سرغنه بلل کېږي ويل يې چې دی له ګينګريچ سره په دې دريږي چې په محافظه کارۍ کې يې جوړه نشته.

دجمهوري غوښتونکو بل نوماند ميټ رامني هم د سوت کرواينا تر ټاکنو له مخه د نوماندۍ په ځغاسته کې ټکنی شوی بلل کېږي.

ميټ رامني يې د ايوا په ټاکنو کې هم مازې په څو رايو تر ريک سانټاروم په مټې دمخه شوی و.

د خبريالانو له اټکله اوس هم لږ شک ليدل کېږي چې جمهوري غوښتونکې به ميټ رامني د ډيموکراټانو سيالۍ ته ور وباسي.

شک يې دوی دا بولي چې د خپل ګوند د محافظه کارانو نه خوښيږي او د يو داسي ساړه کس په سترګه ورته ګوري چې د هيچا خوا نه وربدوي.

ځکه نو محافظه کارانو ټول دې ته جوړېدلي چې د سوت کرويلاينا په ټاکنو کې يې مخ راوګرځوي.

د ريک پيري پرشاکېده اود سوت کرويلاينا په ټاکنو کې د محافظه کارانو د ټل يو ځای کېده د ځينو په اټکل پر ميټ رامني د يوې يوې لارې د بندېدو مانا لري.

ځکه دلته جمهوري غوښتونکي د خپلي خوښې وروستي يکې يوه نوماند ته دريږي.

اسناد

له بلي خوا د ميټ رامني ټاکنيزي ځغاستې ته د ځينو په ګومان خپلې پيسې او ډېره دنيا هم ځکه بلا شوې چې سرکار د ماليي د ورکړې اسناد ځينې غواړي.

د امريکايي سياست څېړونکو په ګومان په سوت کرويلاينا کې د را رواني شنبې ټاکنې به که دا نخښه رښتيا ده د څلورو نوماندانو ميټ رامني، ګينګريچ ، ران پال او ريک سينټاروم بری او نه بری په ډاګه کړي.

ميټ رامني پر بارک اوباما يوه نيوکه دا هم کړې چې اوباما د امريکا د اقتصاد په خرابېدو پړ نه دی خو که دی نو د دې ستونزو د خلاصون په نيت چې يې ژمنې کړې وې هغه يې د ده په خبره يوه هم نه ده پرځای کړې.

د ده په قول د دې پړې څخه ځان نه شي خلاصولای چې تر نن ورځې پورې امريکايان زوکلوي.

ريک سينټاروم چې په ظاهره ځان سرسخت مذهبي ښيي په خپله خوله يوې غونډې ته ويل چې د امريکايي ټولنې د رنځ دوا د عيسوي ارزښتونو وده ده نه ښه اقتصاد.

دې ښاغلي په داسې وخت کې دا خبره کړې چې ټوله امريکا په فقر پورې اريانه او د پيسو تر ټولو لوی بازار نيويارک يې په لاريونيانو ډک او په سلګونو يې زنداني شوي دي.

د "وال سټريټ ونيسئ" غورځنګ د مخه لا اعلان کړی و چې په ټاکنيزو غونډو کې به د بډايانو پر ضد مظاهرې کوي خو امريکايي واکمنو يې د مخه لا د دغه ډلې ګڼ شمېر غړي نيولي دي.

دې ډلې دا هم ويلي چې تر اوسه تر زرو کسانو زيات امريکايان د دوی په ملګرتيا د امريکا په دغه ټاکنيز پړاو کې لاريون ته راوتلي دي.

ورته مطالب