سلمان رشدي د مرګ له وېرې د جیپور فسټیوال پرېښود

هندي الاصله برتانوي لیکوال سلمان رشدي ویلي چې د هند جیپور په فسټیوال کې له دې کبله ګډون نه کوي، چې ګني هلته اسلامپالو سخت دريځو لا له وړاندې وژونکي ورلېږلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په ۱۹۹۹ کال، په نوي ډيلي کې د سلمان رشدي پرضد لاریون.

دوه لسیزې وړاندې په اسلامي نړۍ کې د ''شیطاني ایاتونه'' په نامه د سلمان رشدي کتاب د مسلمانانو سخته غصه راوپاروله.

د هند ځينو اسلامي ډلو ویلي چې په دې فسټیوال کې باید سلمان رشدي ګډون ونه کړي.

سلمان رشدي وايي، دی پوهېده چې ' جیپور ته زما د مرګ لپاره لا له وړاندې کسان استول شوي.''

په پام کې وه چې سلمان رشدي د جیپور په دې ادبي فسټیوال کې وینا وکړي.

سلمان رشدي وروسته تر هغه په یوه پټ ځای کې اوسېده، چې د ایران ایات الله خمیني یې د وژلو او اعدام فتوا صادره کړه.

سلمان رشدي ويلي، چې د جیپور په ادبي فسټیوال کې د نه ګډون کولو له کبله سخت خواشینی دی، خو هڅه به وکړي چې د وېدیو له لارې یې هلته وینا واورول شي.

سلمان رشدي په هند کې زوکړه شوی، خو اوس په برتانیا کې اوسېږي او ددغه هېواد تابعیت هم لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption سلمان رشدي ویلي چې جېپور ته د هغه د وژلو لپاره لا له وړاندې وژونکي استول شوي.

په وروستیو کالو کې هغه څو ځلې هند ته تللی او د جېپور په ۲۰۰۷ کال کې یې په ادبي فسټیوال کې ګډون کړی.

خبریالان وايي په هند کې د سلمان رشدي پرضد لاریون کوونکي د کال له پیله د هغه د نه ګډون کولو لپاره د لاریون تیاری نیولی.

د جنورۍ پر ۱۰مه په هند کې تر ټولو لویې اسلامي مدرسې (دارالعلوم دیوبند) له حکومته وغوښتل چې هند ته د سلمان رشدي سفر لغوه کړي، ځکه چې هغه په تېر کې د مسلمانانو سخته غصه راپارولې ده.

د دیوبند دارالعلوم هم په اتار پرادیش کې دی.

د جیپور فسټیوال د تېرې جمعې پر ورځ د ټینګ امنیت تر فضا لاندې ترسره شو.

په دغه فسټیوال کې تر ۲۵۰ ډېرو لیکوالو ګډون وکړ.

دغۀ هندي توکمه ليکوال په ١٩٨٩ کې وروسته له هغه په اسلامي نړۍ کې پراخه غوسه وپاروله چې د شيطاني اياتونو په نامۀ يې يو ناول چاپ کړ چې ځينې برخې يې د مسلمانانو لخوا کفري وبلل شوې.

په بېلابېلو اسلامي هېوادونو کې د رشدي په ضد لاريونونو کې څو کسان ووژل شول او ايراني حکومت د دۀ د وژلو پر سر جايزه اعلان کړه.

ښاغلى رشدي وروسته له دغو غبرگونونو نهه کاله په برتانيا کې د برتانوي ساتونکو تر څارنې لاندې پټ اوسېده.

په ١٩٩٨ کال کې چې کله ايراني حکومت د هغۀ د وژلو فتوا بېرته واخيسته، ښاغلى رشدي ورو-ورو ښکاره ژوند پيل کړ.

ورته مطالب