د کينيا سياستوال د جرمونو نړيوالې محکمې ورغوښتي

Image caption د کينيا پر سياستوالو تور دى چې د بشر ضد جرمونه يې کړي دي

د جرمونو نړيوالې محکمې پرېکړه کړې چې د کينيا د ولسمشرۍ دوو پخوانيو کانديدانو او د مدني خدمت ادارې د مشر په ګډون د دغه هېواد څلور مخور کسان پر بشريت ضد جرمونو محاکمه کړي.

پر دوی تور دى چې د ۲۰۰۷ کال له ټاکنو وروسته د تاوتريخوالي د پېښو تر شاوو، چې په ترڅ کې يې له زرو زيات کسان ووژل شول او په سل ګونو زره نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړل شول.

له نايروبي نه د بي بي سي ويل راس په خپل رپوټ کې ليکي.

دا پرېکړه به په کينيا کې د سياست د راتلونکې لپاره ژورې پايلې ولري.

په دغو څلورو کې چې اوس محاکمې ته درول کېږي، دوه يې هغه کسان دي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د درېدو هيله لري.

دوى يو له دندې موقت لېرې شوى وزير ويليام روتو او بل اوسنى مرستيال صدراعظم او د هيواد دلومړني ولسمشر زوى اوهورو کينياتا دي.

ښاغلي کينياتا تېره اوونۍ بي بي سي ته ويلي و چې د جنايت په نړيواله محکمه کې به د محاکمې ترسره کېدو يا نه کېدو ته له پام پرته خپلو سياسي موخو ته د رسېدو هڅې جاري وساتي.

څرنگه چې اوس د استيناف غوښتنه کېدلى شي، نو دغه محاکمه لا هم په څو مياشتو کې نه شي پيلېداى.

په کينيا کې ټاکنيز تاوتريخوالى ډېره سابقه لري، خو هېڅوک يې هم هېڅکله په تړاو مجازات شوى نه دى.

ډېرى په کينيا کې هيله من دي چې د جنايت په نړيواله محکمه کې دا محاکمه به د خونديتوب دا کلتور له منځه يوسي او د راتلونکو ټاکنو د لا سوله ييزوالي ضمانت به وکړي.

ورته مطالب