د بشر نويد کالم پښتونخوا: پېښور کې پښتو تهېټر

رحمن بابا
Image caption په نښتر هال کې د رحمان بابا پر ژوند ننداره وړاندې شوه

په پېښور کې د پښتو سټېج، تهېټر او ټولې کلتوري، ثقافتي هلې ځلې د نشترهال نه هغه وخت نشتراۤباد ته اورسېدې چې دلته د ايم ايم اې( متحده مجلس عمل) حکومت جوړ شو.

او بيا د نشتراۤباد نه د پښتو هنرمندان، فنکاران د طالبانو د وېرې د ځينو عملي ګامونو پورته کولو نه پس پنجاب او بهر ملکونو ته لاړل.

د هنرمندانو، فنکاراونو د مهاجرت سره په پښتو موسيقۍ او په مجموعي توګه يو ثقافتي جمود رامينځ ته شو، دا هغه شان حالات او واقعيات وو چې د افغانستان نه نوموړي هنرمندان پېښور ته او يا بهر ملکونو ته منتقل شوي وو.

هر څو که ثقافت د يو قوم د دود دستور، ژبې، کړه وړه، ناستې پاستې او خوى بوى د شناخت او پېژندګلو په توګه دي خو انتهاپسندۍ دا معنا داسې نه کوله، دغه وجه ده چې يو طرفته زموږ سياست او صحافت او د ژوند نورې شعبې او ادارې متاثره شوي دي، ورسره ثقافت او ورسره ټول فنون هم وېرې هېبت او وحشت نيولي دي.

خو په داسې سختو حالاتو کې يو ځل بيا په پېښور کې د نشترهال بندې دروازې پرانستل او په دغه سټېج باندې د پښتنو د ثقافت هندارې يوه هيله راپېدا کړه چې هنرمندان بيا ډاډه شول او د رنګونو ماښامونه بيا ګرم شول.

په دغه حواله په پېښور نشترهال کې د رحمان بابا په ژوند ډرامې سره دلته په پښتو کې د اولني تهېټر پېل وکړو.

د ثقافت د محکمې له خوا چې دا تهېټر په هر خيال شوى دى، خو موږ پکې د رحمان بابا ژوند او د افکارو خپرونې ته ګورو، ځکه چې د انتهاپسندۍ په درز غوبل کې د رحمان بابا غوندې شاعر هم محفوظ پاتى نه شو.

دا د پښتو ادب د پاره يوه سانحه وه چې د رحمان بابا مقبره کې بمي چاودنه وشوه.

د پښتنو مړه باباګان هم محفوظ پاتي نه شول، رحمان او خوشحال دواړو باباګانو ته په يو وخت يو دور کې دا خطر راپېش شو.

د رحمان بابا مقبره په بم والوزولې شوه، او په نوي تحقيق او څېړنه کې يو محقق ستر خوشحال بابا د هنرکې ثابتولو کوشش کړى دى، د پښتو دواړه باباګان په داسې حالاتو کې تحفظ غواړي او که نه!!؟؟

يوازې سوال دا نه دى چې د باباګانو قبرونه، ګنبدونه محفوظې شي بلکې د هغوى د ټولو افکارو پوره پوره خيال وساتلي شي زموږ نوي نسل ته د خپلو باباګانو د ژوند او جدوجهد شناخت ورکول دي.

په دغه حواله په پېښور کې د ثقافت محکمې له خوا د رحمان بابا په ژوند دا اولنۍ سټېج ډرامه په پښتونخوا کې د ثقافتي جمود ماتولو او يو زوړ کوشش نوي کول دي.

د دې په هکله دا دعوه کيږي چې دا په پښتو کې اولنى پښتو تهېټر دى، خو که موږ د دې دعوې رد نه بلکې د دې دعوې په پس منظر کې د خدايي خدمتګار تحريک هغه سټېج ډرامو ته لاړ شو چې په کلو کې به په حجرو او نورو عوامي ځايونو کې سټېج ډرامې کېدې په پښتنو کې به يې د شعور بېدارولو دپاره يوه وظيفه ترسره کوله، په ډېرو سټېج ډرامو کې کارو کوونکو او ليکونکو خلاف مقدمې هم جوړې شوي دي او سزاګانې هم ورکړې شوي دي.

په کالجونو يونيورسټو( پوهنتونونو) کې هم ډېرې سټېج ډرامې شوي دي او چې موږ په اوسني وخت کې دا دعوه راخلو نو دا دعوه به داسې يادوو چې ډېره موده پس په پښتونخوا کې د پښتو تهېټر په داسې وخت کې وشو چې يو خوا د رحمان بابا غوندې شخصيت د ډرامې د کردارونو په شکل کې خلکو ته پېش کړى شو بل خوا يې د ثقافت محکمې ته يوه تګ لاره وښودله، چې هغوى نور باباګان، اتلان، د قامي تحريکونو شخصيات د کردارونو په شکل کې پېش کړي.

دا هغه شخصيات دي چې په تعليمي کورس کې نشته، پښتانه طالب علمان او لوستي ځوان نسل کې يې څه نوم نشان نشته، هغوى خپل اتلان نه پېژني.

زموږ د ادبياتو، ثقافت سرکاري ادارې په هر دور کې د هغه سياستونو تابع پاتې دي کوم سياستونه چې په اقتدار کې دي حالانکې دا څانګې او ادارې بايد چې د دې قوم ادب او ثقافت او هغه ټول فنون او فنکاران، هنر او هنرمندان محفوظ کړي چې د دې خاورې څخه تعلق لري او د دې خاورې د شناخت علامتونه دي.

د خپلې ژبې، ادب او ثقافت نمايندګۍ يې کړي دي، ځکه چې فن او فنکار د خاورې او قام امانتونه دي.

زموږ داسې ادارې په دغه حواله د خاينانو په کتار کې راځي چې هغوى خپل کردارونه ژوندي او محفوظ ونه ساتي!!!

زموږ قامي تحريکونو، ادبي، سياسي دورونو موږ له ډېر کردارونه راکړل، خو هغه ټول کردارونه زموږ څخه څه په ژوندوني ورک شول، او څه مرګ پناه کړل، موږ باباګان لرو خو د باباګانو په ژوند او جدوجهد باندې اۤګاهي نه لرو!!

موږ باباګان جوړوو او ورانوو!!

په ننني وختونو کې زموږ باباګان په قبرونو کې هم د حالاتو د جبر نه په امان نه دي!!

اوس چې په دغه رنګ غېر يقيني صورت حال کې د پښتونخوا په زړه پېښور کې د پښتو تهېټر کې د رحمان بابا غوندې کردار راتازه شي نو دا لږ شان حرکت به په ډېر برکت يادوو، په هال کې د سټېج کتونکي چې د مستو سندرو سره د شپېلو او ګډاګانو عادت دي، او بيا ورڅخه د رحمان بابا غوندې سنجيده کردار ته کتو له کيني نو پوهه شه چې!!

دا بېله خبره ده چې هيچا هم غنچک نه کړو

فکر د سپرلي هسې سمسور دى په دې خاوره کې

هنه رښتيا يوه خبره شته!!

چې د رحمان بابا کردار په دغه تهېټر کې فقط د يو ملنګ او فنا في الله ښودل شوي وه، که د رحمان بابا کردار ما جوړولو نو ما به د هغه مترقي اړخ او د انسان سره د مينې کردار راخستو ځکه چې رحمان بابا فقط ملنګ او ترک دنيا نه وه په هغه کې د ظالم حکمران خلاف د مزاحمت حس هم د پښتون فطرت غمازي کوله.

ما که رحمان بابا جوړولو نو ما به هغه د ننني حالاتو په رڼا کې د هغه د دې شعر نه را ايستو چې!!

په سبب د ظالمانو حاکمانو

کور او ګور او پېښور درې واړه يو دي

ورته مطالب