سوریې د 'عرب لیګ' نوی پلان په کلکه رد کړی

بشارالاسد
Image caption پر ولسمشر بشارالاسد فشارونه مخ په ډيريدو دي. سوله ييز احتجاجونه لاهم دوام لري.

سوریې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه د عرب لیګ نوی پلان د هېواد په کورچنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه بللې ده.

د عرب ليگ د بهرنيو چارو وزيرانو سوري حکومت ته دوه اوونۍ وخت ورکړى، چې له خپلو مخالفانو سره خبرې وکړي او دوه مياشتې نور وخت يې ورکړى چې د ملي يووالي يو حکومت جوړ کړي.

دوى دارنگه له ولسمشر بشارالاسد غوښتي، چې واک خپل مرستيال ته ولېږدوي.

د بي بي سي د منځني ختيځ مدير جيريمي بوين چې د سوري حکومت له لوري، د حمص ښار ته بېول شوى و، په دې اړه داسې رپوټ ورکوي:

په سوريه کې جگړه نشته، خو اوس يې په ځينو برخو کې پيلېده تر سترگو کېږي.

يو ډاکتر د حمص ښار په يوه پوځي روغتون کې يو امبولانس ته نژدې شو . هغه بيړه نه درلوده. د امبولانس دننه د دريو حکومتي سرتيرو مړي پراته وو .

د امبولانس چلوونکي وويل ، دوى يو ساعت مخکې د حمص او لبينان سرحد ترمنځ سيمه کې دجگړې پر مهال ووژل شول . د چلوونکي د همد ې ورځې په گهيځ دا دويم ځل وو ، چې روغتون ته يې مړي ليږدول.

تردې يې لږ دمخه ددوه و نورو حکومتي عسکرو مړي ليږدولي وو .

Image caption عرب ليگ له بشارالاسد غوښتنه کوي چې له واکه لاس واخلي ، خو سازمان داسې يو ميکانيزم نه لري، چې هغه دې کار ته اړ کړاى شي.

د حمص ښار په زړه کې د ډزو غږونه هم اوريدل کيدل . حکومتي عسکرو سړکونو کې د څلور لارو او عامه ودانيو ساتنه کوله او گوته په ماشه د شږو له بوجيو جوړو مورچوکې ځاى په ځاى وو .

پر ولسمشر بشارالاسد فشارونه مخ په ډيريدو دي. سوله ييز احتجاجونه لاهم دوام لري. خو پر دې سربيره ، هغه نه يوازي د حمص په ښار کې بلکي دمشق ته څيرمه سيمو کې هم له وسلې والې دريدنې سره مخامخ دى.

عرب ليگ له هغه غوښتنه کوي چې له واکه لاس واخلي ، خو سازمان داسې يو ميکانيزم نه لري، چې هغه دې کار ته اړ کړاى شي.

سوريې دغه پلان رد کړ، خو دا ددې ښکارندويي هم کوي چې دسوريې ملگري ډير کم شوي دي.

ورته مطالب