د نړیوالې اټومي انرژۍ پلاوی له ایراني چارواکو سره خبرې کوي

تهران
Image caption ایران وايي د یورانیمو د بډایه کولو چارې یې د سوله ییزو موخو لپاره دي.

د نړیوالې اټومي انرژۍ یو پلاوی تهران ته رسېدلی، چې ددغه هېواد د اتومي هڅو پر سر له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

بل خوا، د امریکا کانګرس پر ایران د بندیزونو د سختولو پر سر بحثونه کوی او یو جګپوړی امریکایی چارواکی اروپا ته د ایران له مرکزي بانک سره د معاملې پر ګواښونو د خبرو لپاره تللی.

د اټومي انرژۍ په دې شپږ کسیزه پلاوي کې د اټومي وسلو ځینې ماهرین هم شته.

تهران دا ردوي چې ګني په تېرو درو کالو کې یې ډېرې اتومي هڅې کړې.

ایران وايي، چې د نړیوالې اټومي انرژۍ معلومات د امریکا د استخباراتي شبکو د معلوماتو پربنسټ چمتو شوي، چې تر ډېره د ایران د جمهوریت په زیان دي.

د اټومي انرژۍ مرکچیان وايي، ایراني حکومت موافقه ورسره کړې، چې ځينې اټومي کارپوهان تهران ته ولاړ شي.

دغه پلاوی به په تهران کې درې ورځې تېروي، او له ایراني اتوم پوهانو سره به خبرې کوي.

د نړیوالې اټومي انرژۍ عمومي مشر یوکیا امانو په داووس کې د شنبې پر ورځ وویل، دغه سازمان تمه لري چې تهران به دغه پلاوي ته ټول اړوند معلومات ورکړي او د مسالې حل به راوباسي.

بل خوا، یو جګپوړی امریکایي چارواکي اروپايي قارې ته رسېدلی، چې د پر ایران د امریکا لخوا د بندیزونو په لړ کې د ایران د مرکزي بانک د معاملو د خطر په اړه اروپايان خبر کړي.

د ایران د مرکزي بانک له لارې د ایران د نفتو د ټولو عوایدو محاسبې تېرېږي.

Image caption احمدي نژاد ویلي:"له اروپا سره زموږ سوداګري نژدې ۹۰٪ وه، خو اوس ۱۰٪ ته راټيټه شوې ده، موږ یې هېڅ په کیسه کې نه یو... تجربې ښودلې چې د ایران ولس ته به په دې اړه هېڅ زیان ونه رسېږي."

څو ورځې وړاندې امریکا د ایران له مرکزي بانک سره پر معامله کولو بندیز ولګاوه.

د امریکا د خزانې وزارت دغه چارواکی به برتانیا، جرمني او سویس ته ځي.

د بندیزونو اغېز

پر ایران د امریکا او اروپا له خوا د لګول شوو بندیزونو په اړه ولسمشر محمد احمدي نژاد وویل ایران به د لوېديځ هېڅ راز غوښتنو منلو ته اړ نه شي.

احمدي نژاد ویلي "له اروپا سره زموږ سوداګري نزدې ۹۰٪ وه، خو اوس ۱۰٪ ته راټيټه شوې ده، موږ یې هېڅ په کیسه کې نه یو... تجربې ښودلې چې د ایران ولس ته به په دې اړه هېڅ زیان ونه رسېږي."

ایراني ولسمشر د تهران جنوب کرمان ښار ته د سفر پرمهال وویل "د تېرو ۳۰ کالو په ترڅ کې، امریکایانو له موږ هېڅ تېل نه دي اخیستي، او زموږ مرکزي بانک هم له امریکا سره د هېڅ راز معاملې تمه نه لري. "

ورته مطالب