پر سوریه له نړیوالو فشارونو سربېره تاوتريخوالی لادوام لري

سوريه د انځور حقوق bbc
Image caption د سوريې پر نورو اویو ښارونو سربېره د دمشق بېلابېلو برخو کې هم د تاوتريخوالي پېښې روانې دي.

په داسې حال کې چې د ملګريو ملتونو امنيت شورا سې شنبه / درې نۍ د سوريې پر سر بحث کوي، په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي پېښې لا روانې دي.

د سوريې حکومت مخالف فعالان وايي په تازه پېښو کې لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي، چې ځينې يې د دمشق په ختيځو څنډو کې وو.

د راپورونو له مخې د دوشنبې / دوه نۍ د ورځې په اوږدو کې شوبلو او ټانکونو د استوګنې پر ځينو سيمو ډزې کړې دي.

د دغه هېواد په شمال او جنوب کې هم د فعاليتونو خبر ورکړل شوی دی.

مخالفان وايي د سوريې خپلواک پوځ د حکومتي پوځ ۹ ټانکونه له منځه وړي دي.

د سوريې ګاونډ لبنان له پلازمېنې بيروت نه د بي بي سي خبريال جېم ميور په خپل راپور کې وايي:

پر انټرنېټ د جنګونو او نښتو وېډيو ګانې خپرېږي، که څه هم د کره والي پخلی يې نه شي کېدی، خو جعلي جوړونه يې هم اسانه نه ده.

په يوه وېډيو کې د پوځ يو ويشتل شوی ټانک ښوول کېږي، چې پر يو خالي او له ډبرو او ودانيزو ټوټو ډک سړک کې په لبمو کې سوځي.

د سوريې خپلواک پوځ وايي دا له هغو ۹ ټاکونو يو دی، چې په خپلو تازه بريدونو کې يې له منځه وړي دي.

په يوه بله وېډيو کې بيا په وسلو ښه سمبال سرتېريو يوه لويه ډله ليدل کېږي چې له حکومتي ځواکونو يې د بېلېدو، او هم د سوريې خپلواک پوځ د يو بل کنډوک جوړولو اعلان کوي.

فعالان وايي کله چې سرتېريو ته پر ملکي خلکو د ډزو امر کېږي، نو له حکومتي پوځ د بېلېدو داسې پېښې لا په زياتېدو دي.

د سوله ييز احتجاج ځپنې په زياتېدا، اوس په سوريه کې روان حالت په وسله واله اورپکۍ اوړي، چې کورنۍ جګړې ته ورنژدې کېږي.

خو سوله ييز احتجاجونه هم هر ورځ روان دي.

د دمشق څنډو د زمالکه سيمه کې د عمر قدرو د جنازې پر مهال ګڼ شمېر خلکو د واکمن نظام د لرې کېدو شعارونه ورکول.

اوس په داسې حال کې چې د ملګريو ملتونو د امنيت شورا د سوريې په اړه نن سې شنبه / دری نۍ د جنورۍ پر ۳۱ مه بحث کوي، د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هېلاري کلېنټن ويلي د امنيت شورا بايد د سوريې حکومت ته دا خبره سپينه کړي چې نړۍ د دوی کړه وړه سولې او امنيت ته ګواښ ګڼي.

د امنيت شورا غونډه

په همدې وخت کې د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني وويل د بشار الاسد له لرې کېدو پرته بله لار نشته، او حکومتونه کله چې د سوريې په اړه د دريځ نيولو پرېکړه کوي، همدا خبره بايد په پام کې ونيسي.

په نيويارک کې چې د امنيت شورا به په کې نن سره غونډېږي، ملګريو ملتونو ته د امريکا استازې سوزان رايس وويل د امنيت شورا ډېری غړي احساس کوي، ګنې د دې وخت رارسېدلی چې د سوريې پر وړاندې ګام پورته شي:

"موږ د تېرو لسو مياشتو په اوږدو کې د امنيت شورا له خوا د بې غورۍ او بې اقدامۍ پايلې وليدې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مخالفانو وايي د سوريې له پوځ سرتېريو د شلون پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي.

دا پر دې نه چې د شورا ډېری غړي د کوم ګام غوښتونکي نه دي، دوی دي.

خو د شورا يو څو ډېر زورور غړي شته چې د دغو ګامونو اخيستل نه غواړي."

د اوباما اداره په امنيت شورا کې د سوريې په اړه د يوه پرېکړه ليک خپراوي په موخه پرله پسې هلې ځلې کوي.

خو د مېرمن رايس خبرې ګنې په داسې يوه پرېکړه ليک کې به د بنديزونو لګونې يا هم د ځواک کارونې کوم ګواښ نه وي، يوه داسې هڅه ده چې غواړي روسيه پرې موافقې ته راوکاږي.

خو روسيې چې تر دې مهاله يې د سوريې په اړه امنيت شورا کې د پرېکړه ليک خپرونې مخالفت کړی، ويلي د سوريې حکومت او مخالفانو ته يې بلنه ورکړې چې په مسکو کې سره خبرې وکړي.

روسيې ويلي دمشق يې بلنه منلې، خو د سوريې مخالفې ملي شورا مشرتابه بيا ويلي د مسکو بلنه په دې شرط منی چې بشار الاسد له واکه لرې شي.

ورته مطالب