د بشر نويد کالم پښتونخوا:د دوو باباګانو يادګيرنه!!

باچا خان
Image caption په پېښور کې د باچا خان او ولي خان تلين ولمانځل شو

لر او بر پښتانه افغانان ډېر باباګان لري. د هر بابا ژوند او جدوجهد يې د قامي تحريکونو حصه ده. هر څو که زموږ تر منځه د ډيورنډ بريد دى خو په افغانستان او پښتونخوا کې ټول باباګان اتلان شريک دي.

اوس باباګان نشته، د باباګانو تحريکونه هم نشته، د باباګانو د تحريکونو وارثان هم د پردو وراثتونو ساتندويه دي، اوس حالات بدل دي، څوک سرونو له پټکي ګوري او څوک پټکو له سرونه!!!

د سر او پټکي يو بل سره تعلق او تړون نه جوړيږي ګنې د پښتونخوا پټکي به پنجاب ولې پسرولو خو!!!

''دا د تاريخ جبر او جبر نازولى دى''

دا دى د پښتونخوا په زړهٴ پېښور کې د جنورۍ په شپږويشتم د دوه باباګانو په سرو جنډو کې يادګيرنه وشوه، دواړه باباګان په رشته کې پلار او زوى دي، په جدوجهد کې د پښتون قامي تحريک سرخېلان دي، دواړه په ډېرو حوالو يو بل ته نژدې دي، خو قبرونه يې د يو بل څخه لري دي، يو په جلال اۤباد شيشم باغ کې په خپل قبر کې خاموش بل په ولي باغ کې سواليه نشان!!

يو فخرافغان باچاخان، بل محترم ولي خان !!

د دواړو باباګانو يادګيرنه په يوه ورځ وشوه، خو په يوې ورځې کې ډېر ډېر سياسي رازونه او غرضونه پټ دي، وړومبى خو د باباګانو روحونو ته احترام، خو د باباګانو په ارواح په سياسي کچکول کې د پښتنو نه ''خېر'' هم!! خو دا سوال د دې شعر په مصداق!!

د دلبرو صدقې لره يې غواړم

هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم

د باباګانو يادګيرنه په سرکاري سطح وه ځکه چې په پښتونخوا کې د اى اين پي ( عوامي نشنل پارټي يا گوند) حکومت دى، د باباګانو په احترام کې ټوله سرکاري مشينري چمتو وه دا د سرکاري مشينرۍ دماغي او قلبي رشته نه وي په سرکاري فرايضو کې راځي، که په حقيقت کې وګورو نو دا د ټولو باباګانو اتلانو د ژوند او جدوجهد حق وي، چې ټول ورته احترام ولري خو د دواړو باباګانو باچاخان او ولي خان ژوند او جدوجهد د سرکار په ضد باغيانه پاتي دي.

دا د باباګانو خپل برکت دى چې ځان پسې يې سرکاري او سياسي قبله رواړوله، او سرکاري ژبې ورته احترامات وړاندې کړل.

په اوسني حالاتو کې د باباګانو يادګيرنې په دوو غټو غټو فايدو او غرضونو ياديږي. يو طرف ته خپلو باباګانو ته خپله غاړه ازادوي بل طرف دا د راروانو انتخاباتو د پاره د انتخابي مهم يوه حصه هم ده.

فقيره دوه ګټې دې وکړې

يو دې خېر راوړو بل دې وکړه ديدنونه

د پښتونخوا د هرې ضلعې لرې علاقو نه د سرو جنډو جلوس پېښور ته راروان وه، خپلو ليډرانو له يې خېر راوړو او د دې په بدل کې يې د هغوى ديدن څلورنيم کاله پس کولو، خپلو ليډرانو هم د ځپلو پښتنو مخونه ليدل.

د خپلو ساونډ پروف اواز تنبوکي مکانونو نه ډېره موده پس راوتلي وو او د زنده باد نعرې يې اورېدې!!

پېښور هم لکه چې دنداسه مښلي وي، د اى اين پي مشرانو هم لکه چې د څلور نيمو کالو د ''رنګين غوندې عذاب'' نه بهر راوتلي وي، پښتني جذبې او شوق لکه چې د حمزه بابا د دې شعر هنداره وي!!

واپس جوړ اودهٴ بحث د پښتنو راغلى دى

دا شوق چې په زلمو کې د پښتو راغلى دى

د دواړه باباګانو د يوې ورځې يادګيرنې د اخبارونو په ژوند کې غټې غټې سرخۍ او تصويرونه محفوظ کړل.

ليډران خپلو خپلو ځايونه ته واپس راغلل، خلک خپلو خپلو بدبختونه ورغاړه وتل، يو څو ورځې به د پېښور په شونډو د باباګانو د يادګيرنې سرخي ښکاري او کيسه ختمه!!

خلک به زما نه سوال کوي چې نوره ياد ګيرنه څنګه وي؟؟

زه به وايم!!

منم منم د باباګانو يادګيرنه ډېره موده پس د باچاخان مرکز او د نشترهال د بندو دروازو نه بهر په سټېډيم مېدان کې وشوه .

نر او ښځې مشران او کشران ټول په سپينه ډاګه سره سره وګرځېدل ودرېدل، مرګ د هر چا هېر شو او د باباګانو ژوند ته يې خراج او عقيدت پېش کړو.

منم منم د باباګانو يادګيرنه د نور کلونو پشان نه وه، پېښور هم ډېره موده پس داسې ښکارېدو لکه!!

ځان يې زړو جامو کې جوړ کړو

لکه پۍ مخي هلکان چې جنګ له ځينه !!

خو!!

او د خولې ماتېدو امن غواړم!!

موږ د باباګانو اتلانو يادګيرنې په تقريرونو او تحريرونو کې کوو، خو دا موږ روايتونه نمانځو او که د قامي مشرانو ژوند او جدوجهد!!؟؟

موږ هر کال يو نه يو ورځ يوه واقعه، يوه حادثه، يو يو شهيد، يو يو غازي، يو يو رهبر او بابا، اتل او قامي مشر يادوو، خو فقط يو ورځ!!! اۤيا دغه يوه ورځ زموږ روايت دى او که د باباګانو اتلانو د ټول ژوند او جدوجهد تقليد دى؟؟؟

موږ د ټول کال په داسې يوه يوه ورځ کې يو يو روايت کې ځان ته کتلي دي چې موږ څه وکړل؟؟

زموږ نمانځنې زموږ خراج او عقيدت، فقط يو روايت دى، دا ړانده روايتونه او عقيدتونه زموږ نه سترګې غواړي، زموږ سترګې شته خو هغه نظر پکې نشته چې د خپلو باباګانو اتلانو د قامي تحريکونو يو يو سبق پکې وګورو او ځان ته هغه تګ لاره يو هدف وټاکو، موږ تقرير او تحرير له درانه درانه لفظونه ګورو، خو دا فکر نه کوو چې کوم لفظونه موږ استعمالوو، د دې لفظونو معنا او مفهوم څه دى!!؟؟

موږ مړي يادو خو د ژوند د پاره نه!!

موږ روايتونه نمانځو خو د عمل د پاره نه!!!

موږ باباګان يادوو خو په نوي دور کې يو بابا نشو جوړولي!!

موږ شهيدانو له په قبرونو جنډې نوي کوو خو په نوو حالاتو کې شهادتونه خرڅوو!! موږ په هر کال يو نه يو ورځ يو نه يو واقعه حادثه او يو نه يو بابا يادوو فقط يوه ورځ!! فقط يوه ورځ ژوند دى د داسې باباګانو!!؟؟

موږ به تر څو د باباګانو په مرګونو کې خپل مړه ځانونه ژوندي کوو، موږ به تر څو په عارضي مصنوعي ساه خلکو ته دروغژنې تسلۍ ورکوو؟؟؟

موږ روايتونه ژوندي ساتلي شو خو په روايتونو ځان تر ډېره وخته ژوندي نشو ساتلي، ځکه چې موږ خپلو باباګانو او مقدسو روايتونو له فقط يوه ورځ ژوند ورکړى دى.

څو به موږ راغواړو خپل مدد له مړه روحونه

څه خو چې په ژوند کې د ژوندو خبرې وکړو

ورته مطالب