پاکستان: د ناندره ییز پروګرام له کبله تلوېزیون خپله خبریاله وشړله

مایا خان
Image caption ځينې څېړونکې وايي په دې مساله کې ددغه ټلوېزيوني شرکت اقدام يوه مثبته نښه ده او د ليدونکو زياتېدونکى ځواک ښيي چې د انټرنېټ د ټولنيزو پاڼو له لارې سمبالېږي.

په پاکستان کې يوه خصوصي ټلوېزيون د پروگرامونو يوه وړاندې کوونکې – مايا خان تر هغه وروسته له کاره گوښه کړه چې د نجونو او هلکانو پر پټې کتنې يې ناندره ييز پروگرام وړاندې کړى و.

دې خپرونې پر انټرنېټ د نيوکو يو باران راوخوځاوه.

دا ناندره ييز پروگرام ددې مياشتې په لومړيو کې پر سما ټلوېزيون خپور شوى و. په دې کې آغلې خان ليدل کېده چې له خپلې لويې ملگرې ډلې سره، چې نژدې ټولې يې ښځې وې، په کراچۍ کې پر يوه ولسي پارک ورغله او د غير اخلافي کړنو بېلگې يې لټولې.

دوى د هغو ځوانو جوړو مخې ته درېدل چې يا به څنگ پر څنگ روان وو او يا به د پارک پر څوکيو غلي ناست.

د سما ټلوېزيون د خپرونې په دغه برخه کې، آغلې خان د يوې جوړې مخې ته درېدلې چې وايي کوژده شويدي. دا ورته وايي: نوم دې څه دى؟ دا دې چنغل دى؟ آيا مور او پلار دې پوهېږي چې ته له ده سره يې؟ ولې دومره وېرېدلې يې؟ کله چې يوې جوړې وويل واده شوي دي، نو بيا ترې دې د ثبوت لپاره د اسنادو غوښتنه وکړه.

دې خپرونې پر انټرنېټ د قهرېدلو اعتراضونو يو باران جوړ کړ. ځينو د نوور په چارو کې لاسوهنه بلله او جوړوونکې ډله يې تورنوله چې محافظه کاره اخلاقي آجندا لري. ځايي مطبوعاتو پر دغې ښځې د "هرڅه ته ځير ترور" نوم کېښود.

Image caption آغلې خان د خپلې خپرونې دفاع کړې او ويلې يې دي چې غوښتل يې هغو خطرونو ته پام ورواړوي چې ځينې ځوانان ورسره مخامخ دي.

آغلې خان د خپلې خپرونې دفاع کړې او ويلې يې دي چې غوښتل يې هغو خطرونو ته پام ورواړوي چې ځينې ځوانان ورسره مخامخ دي.

دې ټولې مسالې دغه راز د پاکستان په ټلوېزيوني ژورناليزم کې د معيار پر لوېدنې هم اندېښنې راپورته کړې. په وروستيو کلونو کې د خصوصي ټلوېزيونو ډېرېدل د هغوى ترمنځ د لېدونکو د راماتولو لپاره د کلکې سيالۍ سبب شوه چې په ځينو مواردو کې پر هيجاني خپرونو ولاړه ده.

ځينې څېړونکې وايي په دې مساله کې ددغه ټلوېزيوني شرکت اقدام يوه مثبته نښه ده او د ليدونکو زياتېدونکى ځواک ښيي چې د انټرنېټ د ټولنيزو پاڼو له لارې سمبالېږي.

نور يې د ليبرالانو برى بولي چې د هغو محافظه کارانو د هڅو مخه نيسي چې خپل اخلاقي معيارونه پر نورو تپل غواړي.

ورته مطالب