د بشر نويد کالم پښتونخوا: پښتونخوا ذرې ذرې

پېښور
Image caption نور البشر نويد په پېښور کې مېشت دى

زما په سينه تاريخي دښمن کرښې راښکلي دي!!

هر کرښه کږه ده!!

زه مات رامات يم!!

چې د يوې کرښې نه اوړم، په بله کرښه ممنوع يم، پردي پردي، نااشنا او مشکوک!!

د ښکېلاک دوړې د ځانه سره وړي يم او زما په تندي د پردو شونډو پپه وه لکه چې زه چا د اور په شونډو ښکل کړي يم.

پنځه شپېته کاله پس زه پښتنو په سرو نرمو پستو شونډو ښکل کړم ما ته يې وويې!!

پښتونخوا مبارک شه!!

دا غږ زما په غوږونو کې لکه د خوږې سندرې شورېدو چې د هزارې نه غږ شو!!

موږ له ځان له صوبه راکړئ!!

د قبايلو شور راپورته شو!!

موږ اسلام اباد سره ښه يو

ما ته د افريقې د ډاکټر برنارډ د زړونو د پيوندکارۍ اولنۍ تجربه راياده شوه چې د انسان په سينهکې د شادوګي د زړه پېوندکاري وکړه.

قبايلو ځان پورې خوا کې د افغانستان زړه د سينې نه وويستو، د خپلو پښتنو زړه باندې يې سينه تنګه شوه، د اسلام اباد رنګين زړه ته يې په خپله سينه کې ځاي ورکړو.

څه عجيبه غوښتنه ده خپل پښتانه په قبايلو کې او په هزاره کې هزاره وال د پنجابيانو او کشميريانو او د ايم کيو ايم د مهاجرو په ژبه وايي!!

پښتونخوا ذرې ذرې!!! لوي افغان ټکړې ټکړې!!

زه ماتېږم او رغېږم، زه رغېږم او ماتېږم!!

دا زه بت يم که انسان يم!!؟؟

دا زه ګټه يم که موم يم!!؟؟

چې سختېږم نو ماتېږم، چې نرميږم ويلي کيږم!!

چې سپينيږم نو توريږم، چې تورېږم نو ويږم!!

زه په يو حال کې چا برداشت نه کړم!!

چې پښتون افغان به پښتو نقصان يادولم نو بد نام وم!!

چاغوږ کې راته ووې چې جانان مه يادوه

د سرو شونډو د پاسه سور پېزوان مه يادوه

چې زما په هکله وويلي شول!! پښتونخوا ده پښتونخوا!!

نو خلکو شور جوړ کړو!! اباسين پښتونخوا، افغانيه، او اخر خېبر پښتونخوا شوم!!

اوس زما نوم لا د سرکار په کاغذونو کې پوره پوره ليکل شوي هم نه وه چې د هزارې نه د پنجاب غماز د هزارې په يخو هواګانو کې لکه د ګرمو بادونو راګډ شو.

د پنجاب غماز هزارې له شهيدان ورکړل، پنجاب په هر وخت کې موږ باندې د شهادتونو ثوابونه ويشي، او دا دى اوس د کراچۍ ايم کيو ايم د پښتون افغان دښمني په لويه پښتونخوا کې کوي، څه عجيبه دښمني ده، پنجابي يې د مشر ورور په ورورۍ کې کوي، د ايم کيو ايم مهاجر يې د امن د اتحادي او په جمهوريت پسندۍ کې کوي.

ما ته اوسه پورې معلومه نه شوه چې زما دوست څوک دي، دښمن څوک!!؟؟

زه خپله کله ځان ته وګورم نو حېرت مې يوسي چې زما په سر او په سينه هغه جنډې ښخې دي چې نه يې رنګ زما دى، نه يې ژبه زما ده، زه يې په ژبه نه پوهېږم او ما ته وايي!!

زما ژبه باندې ستا پوهېدل ضروري دي، د يوويشتمې فبرورۍ ورځ، د قامونو د نړيوالې ورځې په موقعه هم وايي!!

اردو به سرکاري عدالتي او د اېوان ژبه وي!!

زه په غوڅه ژبه دا ښېره کوم!!

په ځنکدن دې ژبه بند شه

ما ته دې ټول عمر دروغ ويلي دينه

اوس ووايې رښتيا رښتيا دي که نا!!؟؟ دروغ به دروغ وي که نه!!؟؟

څوک چې په لويه کراچۍ کې اوس هم ځان ته مهاجر وايي هغوي د اسلام اۤباد په اوږه ټوپک کيږدي او په ما ډز کوي، ما ته وايي!!

واخله سپينه کونتره په هوا کې والوزوه چې د نړيوال امن په غږ کې ستا نوم د امن شي، او بيا راباندې په هوا کې ډز کوي، زما سپينه کونتره په هوا کې شهيده شي او زما په غېږ کې سپينه شهيده کونتره وايي!!

دا زه د چا د پاره شهيده شوم!!؟؟ د څه د پاره!!؟؟

ما سره د يو پښتون افغان شهيد د سوال جواب نشته، څوک يې راله د کراچۍ نه د ټارګټ کلنګ په نوم راليږي، د کوټې د کويلې د درنګونو نه راله سپين شهزادګان تور تور د کويلې لړلي راليږي. څوک يې راله د پنجاب د مدرسو نه د مشکوک لاش په نوم راليږي.

دا دى اوس مې د اسلام اۤباد د لويې معتبر ايوان نه په داسې غشي وولي چې دغه غشي باندې زما د لويې اتحادي نوم هم دى خو!!

هم مې ووژني پخپله ، هم په ما باندې ژړا کا

څه ښه يار دي ، ښه يې مينه ، وژل هسې شيون هسې

زه د حالاتو په داسې ګردش کې تاوېږم چې ځانته حېرانه شم، يو زخم مې تازه وي، د پاسه پرې بل زخم جوړ شي. دا دى ما ځان راغونډ کړو، د متنازع پښتونستان نه خېبر پښتونخوا شوم، اوس مې په داسې حال کې هم نه پرېږدي.

د کراچۍ نه راپسې مهاجر ډانګ راخستي دي اوبه راله بيلوي، زما دا غږ ورته ښه معلوم دى چې اوبه په ډانګ نه بيليږي، خو هغه راته وايي که ستا اوبه په ډانګ بيلي نه کړم نو په وينو سرې خو به يې کړم!!

دا خبره هغه ځکه کوي چې ما په هر وخت کې هر زمانه کې خلکو له د خپلې وينې صدقه ورکړې ده. که جهاد دى که فساد، انقلاب دي که سېلاب زه يې خوړلى يم. او ما خپله مرثيه کې پخپله ويلي دي!!

دا چې دي هما دنيا خوړلي وخت په وخت يمه

ښکلى يمه، خوږ يمه، ترسکون يمه پښتون يمه

خو اخر تر کومه!!

زه به تر څو داسې شوکېږم، داسې حلالېږم، داسې به ذرې ذرې کېږم، زه به تر څو کله په يو کله په بل نوم ټکړې ټکړې کېږم، کله به طالب يم کله به مطلوب يم!!؟؟

نن چې ټوله نړۍ کې شوکيدلي قامونه يو کيږي، خپل شناختونه اخلي، زه به د قامونو د برابرۍ او د شناخت په دور کې هم ذرې ذرې کېږم؟؟؟ زه به ټکړې ټکړې کېږم!!؟؟

که څوک وايي چې ته جنګونو او پردو سازشونو سره کمزورى شوې نو دا خبره به دومره اسانه هم نه وي چې زه به په غټو غټو ګورم او ما به څوک ټکړې ټکړې ذرې ذرې کوي.

زما د زلفو وار به تېر وي

دومره لا شته دي چې هم تا به پرې سېځمه

ورته مطالب