د پاکستان سترې محکمې دصدراعظم د تورنولو پریکړه کړې

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پاکستان سترې محکمې پریکړه کړې چې صدراعظم یوسف رضا ګیلاني محکمې ته په سپکاوي په رسمي توګه تورن کړي.

د پاکستان سترې محکمې پریکړه کړې چې صدراعظم یوسف رضا ګیلاني محکمې ته په سپکاوي په رسمي توګه تورن کړي.

سترې محکمې صدراعظم ګیلاني ته حکم کړی چې د ځان د دفاع لپاره د فبرورې د میاشتې په ۱۳ نیټه محکمې ته ورشي.

پر ښاغلي ګیلاني تور دی چې د ولسمشر آصف علي زردارې پرضد د فساد د دوسیې په بیا پرانستلو کې پاتی راغلی.

د پاکستان سترې محکمې څو وارې ښاغلي ګیلاني ته امر کړی و چې د سویس چارواکو ته یو لیک واستوي او د ولسمشر زرداري پرضد د فساد دوسیه چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې تړل شوې وه بیا پرانیزي.

ښاغلي ګیلاني ویلي دی به په ټاکلې نیټه محکمې ته ورشي او د وکیلانو پوښتنې به ځواب کړي.

وکیلان وايي د پاکستان د قانون له مخې که څوک محکمې ته سپکاوي وکړي په شپږو میاشتو بند محکومیږي.

د محکومیدو په صورت کې که ستره محکمه او قاضیان وغواړي د ښاغلي ګیلاني په برخه کې بله پریکړه هم کولای شي.

دا هم شونې ده چې ستره محکمه د ملي اسمبلې مشر ته امر وکړي چې له ښاغلي ګیلاني پارلماني څوکي واخلي او په خپله پر صدراعظم ګیلاني تر پنځو کلونو بندیز ولګوي چې په انتخاباتو کې ځان کاندید نه کړي.

ورته مطالب