ګیلاني د افغانستان د سولې په تړاو خبرو لپاره قطر ته ځي

ګیلاني
Image caption ګیلاني: ''پاکستان د باثباته افغانستان غوښتونکی دی.''

د شنبې په ورځ (فبروري ۴) د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې په دوشنبه به ښاغلی ګیلاني د افغانستان د سولې په تړاو د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي.

پاکستان وايي چې ښاغلی ګیلاني به ددغو خبرو منځګړیتوب وکړي.

همداشان، په پام کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر به په قطر کې ددغه هېواد له مشرانو سره هم د سولې په اړه وغږېږي.

د تېرې اوونۍ په وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر له افغان چاوراکو سره د سولې پر سر د خبرو لپاره کابل ته تللې وه.

کابل ته د آغلې کهر د سفر په اوږدو کې بي بي سي د ناټو له هغه پټ راپور هم پرته پورته کړه، چې وايي لاهم د پاکستان ځینې استخبارات د افغاني طالبانو ملاتړ کوي.

دغه راپور د طالب بندیانو د څرګندونو پربنسټ جوړ شوی و.

خو پاکستان دا راپور رد کړ.

له تېرو څو اوونیو راهیسې په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر د پرانیستو پر سر خبرې تودې شوې دي.

طالبانو هم په لومړي سر کې ومنله، چې په دې اړه یې له اړوندو لورو سره خبرې کړې دي.

پاکستان تېره میاشت په جرمني کې د افغانستان په تړاو د بن له دویم کنفرانس سره پرېکون اعلان کړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان پر دغه ګام نیوکه وکړه او دا یې له طالبانو سره د سولې د خبرو په مخ کې یو بل خنډ وباله.

حامد کرزي وویل، پاکستان په دې سره نه غواړي چې د سولې په تړاو خبرو کې د افغانستان ترڅنګ ودرېږي.

د امریکا متحده ایالتونه وايي، د افغانستان د روانې جګړې په پایته رسولو او د اورپکو په کنټرولو کې پاکستان رغنده رول لوبولی شي.

د افغانستان حکومت او د امریکا متحده ایالتونه دواړه پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي.

له حکمتیار سره مرکه

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې په بهر کې د افغانستان د سولې په تړاو پټې خبرې هېڅ ګټه نه لري.

Image caption د اسلامي ګوند مشر ویلي، ګوند یې په بهر کې ځکه ددفتر جوړېدو غوښتنه ونه منله، چې دا موضوع د اسلامي ګوند د ګوښه کولو په معنا ده.

ښاغلي حکمتیار دا هم ویلي، چې ګوند ته یې په بهر کې د سیاسي دفتر جوړېدو وړاندیز شوی، خو رد کړی یې دی.

ګلبدین حکمتیار دا څرګندونې په اسلام اباد کې د خپل ویاند هارون زرغون په مټ د بي بي سي ورلېږل شوو پوښتنو ته کړې دي.

حکمتیار د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو په اړه ویلي، باور نه کوي چې په بهر کې دې دا ډول خبرې کومه مثبته نتیجه ورکړي.

د اسلامي ګوند مشر ویلي، ګوند یې په بهر کې ځکه ددفتر جوړېدو غوښتنه ونه منله، چې دا موضوع د اسلامي ګوند د ګوښه کولو په معنا ده.

ورته مطالب