ګيلاني په قطر کې د څه په لټه کې دی؟

ګيلاني د انځور حقوق AFP
Image caption قطر ته د ښاغلي ګيلاني سفر له طالبانو سره د شونو راتلونکو خبرو کې د پاکستان د رول پر اړه پوښتنې راپورته کوي.

د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني وايي هېواد يې يو ارام افغانستان غواړي او د افغانانو په مشرۍ به د هر ډول سوله ييز بهير ملاتړ کوي.

ښاغلی ګیلاني نن دوشنبه/دوه نۍ قطر ته دوه ورځنی سفر پيلوي، چې طالبان هم په کې د همغږۍ يو دفتر پرانيستې په بهير کې دي.

قطر ته د ښاغلي ګيلاني سفر له طالبانو سره په شونو راتلونکو خبرو کې د پاکستان د رول په اړه پوښتنې راپورته کوي.

خو هلته د امريکا د هلو ځلو پر سر چې له مخې به يې د قطريانو په کوربنۍ له طالبانو سره خبرې کوي، د پاکستان لومړي وزير د خبرو اترو او بحثونو په اړه پوهېدا ته هم لېوالتيا زياته ده.

پاکستاني چارواکيو د دې پخلی کړی که څه هم دا د ښاغلي ګيلانې د سفر په اجنډا کې نشته، خو دا مساله به راپورته کېږي.

څه چې ناڅرګند دي، دا خبره ده چې ښاغلی ګيلاني به له طالبانو سره د خبرو په اړه څه ډول دريځ خپلوي.

پاکستان په وروستيو کې په ښکاره پر دې ټينګار کړی چې امريکايانو له طالبانو سره د خبرو پر لور د دغو ګامونو په اړه معلومات ورکړي دي.

خو داسې ګومان هم شته چې پاکستان د افغان حکومت په څېر د سولې له بهير نه د ايستنې احساس کړی، او دې لرې کونې ته د ديپلوماتيک غوږتاوي په توګه ګوري.

د قطر خبرې اوس د ولسمشر کرزي له خوا په خپل پلان ننګول شوې، او هغه هم د سعوديانو په کوربنۍ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرې دی.

دا چې طالبان به د خبرو د داسې کوم سيال بهير ملاتړ وکړي، لا له باور لرې برېښي.

خو يوه مهمه پوښتنه اوس دا ده، چې که خبرې کېږي، نو د کوم ډول يې پاکستان د ملاتړ تکل لري.

پر طالبانو يې اغېز ته په کتو، د اسلام اباد غوراوی کېدی شي ارزښتناک وي.

د امريکا لپاره پېچلتيا دا ده چې له طالبانو سره د پاکستان نژدېوالی يو داسې څه دي چې هم د يو شوني حل برخه جوړوي، او هم د ستونزې يوه برخه.

دا چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ باور اوس خورا په ټيټه کچه دی، دا څرګنده نه ده چې د امريکا له خوا دغه ورکړل شوي معلومات څومره بشپړ او پرانيستي دي.

له طالبانو سره په تړاو په تېر کې پر پاکستان د دوه ګونې لوبې تور و.

که امريکايان او افغان حکومت دواړه يې اوس مرستې ته تلوسي وي، نو په دې برخه کې به يې ريښتينوالی يو ځل بيا وازمويل شي.

ورته مطالب