په اروپا کې یخنۍ ۲۳۳ کسان وژلي

اروپا
Image caption تر ټول ډېر اوکراین زیانمن شوی دی.

د روانۍ اوونۍ له پیله تر اوسه پر اورپا او روسیې د یخنۍ د سختو څپو له کبله لږترلږه ۲۳۳ کسان وژل شوي او ګڼې ترانسپورتي لارې تړل شوې دي.

دا په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو ډېره یخه هوا بلل شوې ده.

د اوکراین په څېر په ځینو سیمو کې د هوا درجه له صفر ښکته ان تر ۳۲ درجو پورې رسېدلې ده.

په اروپا کې د یخنۍ له کبله د اورګاډي پټلۍ، لویې لارې او ځینې هوايي ډګرونه تړل شوي.

په سیابریا کې هم یخني تر ۳۰ درجو پورې رسېدلې ده.

د یخنۍ له کبله تر ټولو ډېر زیان اوکراین ته رسېدلی، چې تر اوسه پکې د مړو شوو کسانو شمېر تر سلو اوښتی دی.

د هوا پېژندنې پوهان هیله ښيي چې په اوکراین کې به هوا بېرته نورمال حالت ته وګرځي، خو لاهم په ځینو سیمو کې هوا ډېره یخه ده.

په بوسنیا کې چارواکو د سراییو وضعیت بېړنی اعلان کړی دی.

د سربستان په زیاتره سیمو کې هم بېړنی حالت اعلان شوی.

د انځور حقوق b
Image caption د اروپا زیاتره ترانسپورتي لارې او هوايي ډګرونه تړل شوي.

راپورونه وايي چې د سربستان او بوسنیا په ګڼو سیمو کې زرګونه کسان پخپلو کورونو کې بند پاتې دي.

د برتانیا په ګڼو سیمو هم سخته یخني ده، او د یکشنبې ورځې ټاکل شوي شاوخوا ۳۰ سلنه الوتنې لغوه شوې دي.

او د ایټالیا به وینسیا ښار کې بیا د اوبو ځینې کانالونه په کنګل کېدو دي، چارواکي وايي چې له تېرو ۲۵ کالو راهیسې پلازمېنه روم کې تر ټولو ډېره واوره شوې ده.

او په هالنډ کې بیا د یخنۍ کچه له صفر ښتکه ۲۱.۸ ته رسېدلې ده.

ورته مطالب