په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

گيلاني:افغان تگلاره پوځي ديکتاتور جوړه کړې وه

Image caption لومړى وزير گيلاني وايي پخواني پوځي ديکتاتور افغان تگلاره جوړه کړې وه

قطر ته تر سفر وړاندې په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د پاکستان لومړي وزير د افغانستان په باب د خپل هيواد پر تگلارو خبرې وکړې.

يوسف رضا گيلاني وويل اوسنۍ تگلارې ته بايد له سره کتنه وشي.

د ښاغلي گيلاني استدلال دا و چې د افغانستان په باب د پاکستان اوسنۍ تگلاره د دۀ په وينا يوۀ پوځي ديکتاتور جوړه کړې وه.

دۀ د پاکستان پخوانى واکمن جنرال پرويز مشرف پوځي ديکتاتور بالۀ.

خبريالان وايي ښاغلى گيلاني به په قطر کې د افغانستان د سولې په بهير هم خبرې کوي.

قطر هغه هيواد دى چې وايي وسله والو طالبانو ته پکې د دفتر پرانيستلو وړانديز شوى دى.

له اسلام اباده د بي بي سي خبريال طاهر خان رپوټ لري.