پاکستان: ډرون بريد د القاعدې مهم غړی وژلی

Image caption دا په تېرو دوو ورځو کې پر وسله والو د ډرون دويم بريد دی.

په پاکستان کې چارواکي وايي د القاعده شبکې يو تر ټولو مهم غړی منصور بدر د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې وژل شوی دی. د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه ميرانشا کې له افغانستان سره پر پوله نژدې شوی دی.

پر منصور بدر تور دا دی چې په پاکستان کې يې په بريدونو کې لسګونه کسان وژلې دي.

خبريالان وايي که د منصور بدر وژنه تاييد شي دا به د امريکا لپاره د ډرون بريدونو د دوام د ملاتړ يو ښه خبر وي.

القاعده شبکې تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو د فرانس پرس خبري اژانس د منصور بدر د يوه ملګري له قوله د هغه وژنه تاييد کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، دی د هغو څلورو وسله والو په ډله کې وو، چې نن سهار وختي د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په یوه ګوزار کې ووژل شول.

په پاکستان کې د بي بي سي خبريال وايي هغه نوي کسان روزل او زیات شمېر ځانمرګي بريدونه يې پلان کړي وو.

دی وايي د دغو بريدونو تر ټولو لوی يې په لاهور کې د احمدي مسلمانانو پر اقليت وو، چې له امله يې ۹۰ کسه ووژل شول.

په وروستيو څو ورځو کې دا په شمالي وزيرستان کې د امريکا د ډرون الوتکو دويم برید دی چې ترسره کېږي.

پاکستاني چارواکي وايي په ورته يوه بل بريد کې د چار شنبې پر ورځ لس وسله وال ووژل شول.

خبریالان وايي داسې ښکاري چې د امریکا له خوا پر وسله والو طالبانو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بیا پیل شوي دي.

امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تر هغه وروسته شپږ اوونۍ ځنډولي وو چې په یوه هوايي برید کې یې ۲۴ تنه پاکستاني پوځیان ووژل.

ورته مطالب