هېگ افغانستان ته ٢٠١٢ کال خورا مهم بولي

هېگ د انځور حقوق PA
Image caption د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويل د دۀ هيواد د افغانستان مرستو ته ژمن دى

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير وېليم هېګ وايي وروسته له هغه چې د امنيت مرستندويه نړيوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان نه ووځي، هېواد به يې بيا هم له افغانتسان سره په بېلابېلو برخو کې خپله همکاري روانه ساتي.

ښاغلی هېګ دغه خبرې خپل پارلمان ته د افغانستان په اړه د دری مياشتني راپور وړاندې کولو پر مهال د پنجشنبې په ورځ ( د فبروري نهمه) کولې.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير پارلمان ته خبرې د خپل هېواد ځواکونو د قربانيو او هغوی ته د درناوي په يادونه پيل کړې.

ده وويل له ۲۰۰۱ کال راهيسې ۳۹۷ بريتانوي ځواکونه وژل شوي دي.

ښاغلي هېګ زياته کړه په افغانستان کې دوی او نور ښکېل هېوادونه له افغان حکومت سره يوه او ګډه موخه لري او هغه يو داسې افغانستان دی چې خپل امنيت خوندي کړی شي او دا چې بيا د نړيوالو ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

ده د امنيتي مسوليتونو سپارنې پر ارزښت ټينګار وکړ، او ويې ويل چې د ۲۰۱۴ کال پای کې يې د ځواکونو له وتنې وروسته هم له افغانستان سره به بېلابېلو برخو کې همکاري روانه وي:

"بريتانوي او ايساف ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پايه د جګړې رول روان ساتي. د مرستو، سوداګرۍ، پانګونې او نژدې ديپلوماټيکو اړيکو په برخه کې به زموږ ژمنتيا په طبعي ډول له ۲۰۱۴ کال وروسته هم دوام کوي. دا خبره د دوام لرونکي شراکت تړون کې راغبرګه شوې، چې د جنورۍ پر ۲۸ مه لومړي وزير او ولسمشر کرزي لاسليک کړ، او زموږ د اوږدمهاله موخو په خوندي کولو کې به مهم رول ولوبوي"

که څه هم لا تر اوسه يې څرنګوالی لا نه دی ټاکل شوی، خو په تېرو څو مياشتو کې له طالبانو سره د خبرو بحثونه تاوده شوي، او نړيوالې ټولنې هم پرې پام راغونډ کړی دی.

لکه چې په افغانستان کې نور ښېکل هېوادونه يې تکراروي، د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير وېليم هېګ هم خپل پارلمان ته په ګوته کړه چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د يو سياسيې بهير ملاتړ کوي:

"بريتانيا د افغانانو په مشرۍ د سياسي بهير ملاتړ کوی چې افغانستان ته سوله اوارامي راولي. پوهېږو چې دا به وخت واخلي او ملاتړ ته به اړتيا ولري. د افغان حکومت وړانديز په پراخ ډول په تېر نومبر کې د لويې جرګې له خوا او هم په بون کې د نړيوالې ټولنې خوا ومنل شو. دا تېر کال له وړاندې په سياسي بهير کې يو شمېر پرمختياوې شوې دي."

ښاغلي هيڅ له طالبانو سره د روغې جوړې يادونه هم وکړه:

"تېره مياشت طالبانو خپل چمتوالی وښود چې په قطر کې په يوه سياسي دفتر کې برخه واخلي. موږ د روغې جوړې پر لور د هر ګام هرکلی کوو، خو په دې پوهېږو چې دا لا په لومړي پړاو کې دي د مخ پر وړاندې تګ لپاره لا نور کار ته اړتيا لري. خو بيا هم د طالبانو مشرتابه دا اړتيا ومنله چې په سياسي بهير کې ورګډ شي او دا مهمه خبره ده. که دوی غواړی له تاوتريخوالي لاس واخلي، له القاعدې سره اړيکي وشلوي او د افغان اساسي قانون درناوی وکړي د خپل هېواد راتلونکي کې ځای لرلی شي. يو سياسي دفتر ټولو افغانانو ته د دې فرصت برابرولی شي چې په ګډه د دوام لرونکې سولې پر لور کار وکړي. پريتانيا به په دغو هلو ځلو کې د افغان حکومت ملاتړ کوي."

ښاغلي هېګ په خپلو خبرو کې د پاکستان رول مهم وباله، چې په خبره يې په افغانستان کې د ټيکاو او ثبات له ټينګښت نه ډېر څه په لاس ورځي.

برتانوي وزير خپلې خبرې په افغانستان کې د ننګونو پر شتوالي پای ته ورسولې، خو ويې ويل چې دوی پرله پسې بياوړی پرمختګ کوي، او ګنې ۲۰۱۲ کال به د دغه پرمختګ لپاره ډېر مهم وي.

ورته مطالب