احمدي نژاد: د 'زور او سپکاوي ژبې' ته نه تسلیمېږو

احمدي نژاد: د انځور حقوق
Image caption احمدي نژاد: "که خداى کول، نړۍ به په څو ورځو کې په اټومي ډگر کې زموږ ستره بريا پخپلو سترگو وويني."

د ايرني حکومت لپاره دا څو تېرې مياشتې نسبتا" سختې وې.

يو لړ نوي بندېزونه پر دغه هيواد لگېدلي او اقتصاد يې په زگېرويو کېوتى دى.

ځکه نو په هيواد کې د اسلامي انقلاب کاليزې ولسمشر محمود احمدي نژاد ته دا موقع ورکړه چې راټول شوي خواخوږي لږ راوخوځوي.

هغه په آزادۍ ډگر کې راټولو شويو وگړو ته وويل چې د ايراني ولس ټولې اړتياوې به پخپله د ايراني پوهانو په لاس په نژدې راتلونکي کې لېرې شي.

او زياته يې کړه: "که خداى کول، نړۍ به په څو ورځو کې په اټومي ډگر کې زموږ ستره بريا پخپلو سترگو وويني."

خو ولسمشر هېڅ داسې څه ونه ويل چې ددغو برياوو څرنگوالى ترې جوت شي چې څه به وي.

ايران د يوه فعال اټومي پروگرام د چلولو په اړه خپلې هيلې له چا نه دي پټې کړي. د تهران واکمنو مخکې په هېواد کې د نورو اټومي بټيو د جوړولو لېوالتيا په ډاگه کړې وه.

ددغه هيواد ټينگار دادى چې اټومي پروگرام يې سوله ييز دى.

خو لوېديځ پرې باور نه کوي. محمود احمدي نژاد په خپله وينا کې ټينگار وکړ چې له لوېديځ سره د کړکېچ د پايته رسولو يوازينۍ لار داده چې بېرته خبرې پيل شي، او دا هغه وړانديز دى چې ده لا دمخه کړى و.

لوېديځ ځواکونه وايي ددې لپاره چې له خبرو څه راووځي، ايران ته په کار ده چې د سمو خبرو لېوالتيا وښيي او ډېپلماتان وايي چې دوى ته لا دغسې يو ډاډ نه دى ورکړ شوى.

ورته مطالب