سعدي القذافي د "پاڅون" ګواښ وکړ

سعدالقذافي د انځور حقوق Reuters
Image caption سعدالقذافي ویلي، چې په لېبیا کې له خپلو خواخوږو سره پوره تماس لري.

د لېبیا د وژل شوي ولسمشر معمرالقذافي زوی سعدالقذافي ویلي، چې د لېبیا د واکمن نظام پرضد به پاڅون وکړي.

نوموړي دا خبرې له پناځای نیجر څخه د تلوېزیون په پرده کړې ده.

هغه ویلي چې د لېبیا د ملي انتقالي شورا د ننه ګڼ پلویان لري.

په طرابلس کې د بي بي سي خبریال وايي، لیبي چارواکيي د قذافي د پلویانو له لورې د کېدونکي پاڅون په اړه اندېښمن ښکاري، خو دا هم لیرې نه بولي چې د سعدالقذافي په مشرۍ دې یو لوی پاڅون وشي.

سعد القذافي له ''العربیة'' تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، هر وخت چې وغواړي، لېبیا ته ستنېدلی شي.

هغه زیاته کړې، چې پاڅون به یې د لېبیا په یوه سیمه کې نه وي، بلکې غواړي د دغه جمهوریت په ټولو سیمو کې پراخ پاڅون وکړي.

سعدالقذافي زیاتوي، چې د پاڅون هڅې یې په لېبیا کې پلویانو پیل کړې دي، هره ورځ یې ملګري سره راغونډېږي او ده ته د تازه حالاتو خبر ورکوي.

د قذافي زوی دا هم ویلي چې له حکومت مخالفو وسله والو ډلو، ملي انتقالي شورا له غړو او د قذافي د کورنۍ له غړو او پوځ سه په اړیکه کې دی.

پر طرابلس د ملي انتقالي شورا د پوځيانو تر واک وروسته، سعدالقذافي نیجر ته وتښتېد.

ورته مطالب