پاکستاني مذهبي مشران: امریکایان له پاکستانه وباسئ

مذهبي مشران د انځور حقوق
Image caption مذهبي مشرانو په یوه غږ وویل چې د ناټو پر اکمالاتو دې پاکستان خپله لاره وتړي.

پاکستاني ديني مشرانو پر حکومت غږ وکړ چې له خپلې خاورې امریکایان وباسي.

ديني مشرانو تر هغه وروسته دا غونډه کړې، چې د پاکستان او افغانستان د اورپکو ډلو مشرانو په یوه هوکړه لیک کې پر پاکستاني پوځيانو د برید نه کولو ژمنه وکړه.

په کراچۍ کې کابو دوه سوه زره ديني راټولو شوو دیني مشرانو له پاکستان ددفاع په خاطر وویل پر قبایلي سیمو باید د څارګرو الوتکو بریدونه ودرول شي.

د شاوخوا څلوېښتو دیني ګوندونو او ډلو مشرانو په یوه پرېکړه لیک کې دا هم ویلي چې افغانستان کې د ناتو ځواکونو ته دې د اکمالاتي توکو د رسولو لپاره پاکستان لاره نه ورکوي.

بل خوا، د حقاني شبکې د عملیاتو د برخې مشر سراج الدین حقاني د هغو پنځو وسله والو ډلو له مشرانو څخه دی، چې د افغان پولې ته څېرمه بریدونو په اړه یې اعلامیه لاسلیک کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې وسله وال یې باید په هغو سیمو کې بریدونه ونه کړي چې د القاعدې غړي پکې دي او یا دا چې د افغانستان پولې ته نژدې پرتې دي.

ددوی ټینګار دا و چې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې او نورې وسله والې ډلې باید بریدونه ونه کړي.

لامل یې په دغو سیمو کې د پاکستان او څارګرو الوتکو له لوري د دوی جنګیالیو ته د سر خطر په ډاګه شوی دی.

مجرم

په اعلامیه کې راغلي: "موږ دلته په وزیرستان پر خپله ژمنه ولاړ یو او او هېچا ته ترې د پښې اړولو اجازه نه ورکوو، که هرچا ډډه وکړه، د مجرم معامله به ورسره کېږي."

د ویلو ده چې حقاني شبکه هغه یوازینۍ اورپکې ډله ده چې افغانستان کې د لویو بریدونو د طراحۍ تور ورپورې دی.

پاکستاني طالبان د خپل حکومت راپرځولو هڅه کوه، خو په افغانستان کې بیا جنګېدونکې ډلې د حکومت د ړنګولو او بهرنیو ځواکونو پرضد ‎جنګېږي.

باور دی چې د طالبانو ډېرﺉ غړي پاکستان کې پټ دي، په تېره بیا په جنوب لوېديځ بلوچستان کې بریدونه طرح کوي.

یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې د طالبانو مشر ملا عمر هم هلته دی، خو پاکستان دا ډول ادعاوې تل رد کړې دي.

ورته مطالب