هندی حنا کهر ته په فون کولو پوښتل شوی

حنا رباني کهر د انځور حقوق AFP
Image caption ۳۴ کلنه حنا رباني کهر تېر کال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره شوه.

د هند په سوېلي ایالت کارناتاکا کې پولیسو له هغه سړي پوښتنې کړې، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني ګرځنده تیلې فون ته یې زنګ وروهلی دی.

خو پوښتل شوی له کومې جریمې پرته خوشی شوی دی.

یوه جګپوړي هندي پولیس د پوښتل شوي نوم امبارش وښود، چې د پولیسو په وینا یې غیر اخلاقي او له سپکاوي ډکې تیلې فوني خبرې کړې دي.

پولیسو ویلي، چې تر ډېره دوی نه پوهېدل چې ګني دا د آغلې کهر شمېره ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له هند ددغې تیلې فوني اړیکې په اړه د پلټنې غوښتنه کړې.

دا اړیکه پوره دوه میاشتې وړاندې نیول شوې ده.

امبارش ویلي، کله یې چې پولیسو د تیلې فوني اړیکو پلټنه پیل کړه، هغه سخت ټکان وخوړ.

نوموړی چې د ازموینې د چمتووالي په یوه انستیتوت کې کار کوي، ویلي، کېدای شي د وزیرې موبایل ته به د ساتېرۍ پرمهال زنګ ورغلی وي.

هغه سیمه ییزو رسنیو ته ویلي ''ما د آغلې رباني کهر په اړه معلومات نه لرل او نه مې هم اردو یا انګلیسي زده ده چې هغه وځوروم. نه پوهېږم په دې مرکز کې به کوم یوه زده کوونکي زما تیلې فون کارولی وي.ګګ

د هند استخباراتي پولیسو او د جرمنو پروړاندې څانګې امبارش د پاکستان تر غوښتنې او پلټنې وروسته نیولی او پوښتلی دی.

د پولیسو مشر بیسنل بي بي سي ته وویل: ''هغه سپين دی. د هغه په وړاندې هېڅ قضیه نه شته.''

وړاندې، یوې هندۍ ورځپاڼې ویلي وو چې په دې تیلې فوني اړیکه کې زنګ وهونکی له آغلې کهر سره ۱۵ دقیقې غږېدلی او هغه یې ځورولې ده.

د جرمي څانګې یوه چارواکي وویل ''دا رښتیا نه ده. په تېروتنې دا اړیکه نیول شوې ده.''

۳۴ کلنه حنا رباني کهر تېر کال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره شوه.

ورته مطالب