م.م: سوري چارواکو بشرضد جنایتونه کړي

ناوي پیلای
Image caption ناوي پیلای د جنايي جرمونو پروړاندې پر نړیوالې محکمې غږ وکړ، چې مجرمین محاکمې ته راکاږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ په عمومي غونډه کې په کلکه د سوریې حکومت وغانده.

ناوي پيلای وویل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پاتې راتلو د سورې حکومت ته دا زړه ورکړ چې د لاریون کوونکو د ځپلو لپاره پراخه عملیات پیل کړي.

آغلې پیلای وویل هرڅومره چې نړیواله ټولنه د سوریې په اړه د ګام اخیستل ځنډوي، هومره ورسره ددغه هېواد وګړي ځورول کېږي:

"د سوري ځواکونو له لوري د تاوترخجنو پېښو څرنګوالی او مقیاس ددې ښکارندوی دي چې د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهیسې تر اوسه پورې د بشر ضد جنایتونه شوي دي. باوري، بې پرې او تایید شوي راپورونه شته چې د ولسي وګړو پروړاندې د تاوتریخوالو دغه پېښې د یوه پراخه برید په لړ کې په سیستماتیک ډول ترسره شوې دي. "

خو په ملګرو ملتونو کې د سوریې استازي بشار جعفري د آغلې پیلای خبرې بې بنسټه او د منفي پلوي وبللې.

هغه وویل دا څرګندونې پر اوازو تکیه کوي او په سوریه کې پر واقعیتونو نه دي ولاړې.

پر همدې مهال روسیې ویل چې د عربي ټولنې د غوښتنې پربنسټ سوریې ته د سوله ساتو ځواکونو پر استولو غور کوي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي تر دې ګام وړاندې په سوریه کې باید اوربند وشي.

ناوي پیلای د جنايي جرمونو پروړاندې پر نړیوالې محکمې غږ وکړ، چې مجرمین محاکمې ته راکاږي.

بل خوا، برتانیا ویلي چې په سوریه کې د سوله ساتو ځواکونو ته باید هېڅ یو لوېديځ هېواد پوځيان وانه ستوي.

ورته مطالب