هېګ: د ايران اټومي پروګرام "سړه جګړه" پيلوي

هيگ
Image caption ښاغلي هيگ ټينگار وکړ چې برتانيا له ايران سره د پوځي زور د کارولو پلوۍ نه ده او د بنديزونو او خبرو اترو تگلاره غوره بولي.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هېگ گواښنه کړې چې که ايران اټومي وسله جوړه کړه، په ټول منځني ختيځ کې به د وسلو سيالي ونښلي.

ښاغلي هېگ د لندن "ډيلي ټلگراف" ورځپاڼې ته په مرکه کې ويلي چې د ايران اټومي خيالونه نړۍ په "نوې سړه جگړه" اخته کولى شي.

د بهرنيو چارو وزير وايي که ايران د اټومي وسلو په جوړلو بريالي شي نو دا به په منځني ختيځ کې د سيالو هيوادو ترمنځ د وسلو سيالي راوپاروي- هغه سيالي چې به دده له نظره غملړلې راوخېژي.

ويليام هېگ ويلي چې ايران په ډاگه د اټومي وسلو په جوړولو پسې دى او که داسې وشول نو د سيمې نور هيوادونه به هم وغواړي چې اټومي وسلې تر لاسه کړي.

عواقب

ښاغلي هېگ وويل چې ددې په نتيجه کې د اټومي وسلو د ډېرېدو يو خطرناک پړاو په منځني ختيځ کې د بې ثباتۍ له ټولو عواقبو سره پېلېدلى شي.

خو ښاغلي هيگ ټينگار وکړ چې برتانيا له ايران سره د پوځي زور د کارولو پلوۍ نه ده او د بنديزونو او خبرو اترو تگلاره غوره بولي.

خو دا ټينگار يې هم کړى چې د اقدام يوه بڼه دې هم له پامه نه غورځول کېږي. برتانيا او نور لوېديځ هيوادونه شک لري چې ايران د اټومي وسلو په جوړولو پسې اړم دى او ځکه يې پر تهران بنديزونه لگولې دي.

Image caption تهران په دې وروستيو کې ادعا وکړه چې په کور دننه يې د اټومي سون لومړنۍ جوړه کړې ميله يوې اټومې بټۍ ته پورته کړې ده.

امريکا او اسراييلو دغه راز له ايران سره د پوځي زور د کارولو امکان هم نه دى رد کړى، که څه هم هغه به تر ټولو وروستى انتخاب وي. ايران وايي اټومي پروگرام يې نگه سوله ييز دى او د نورې پرمختيا هڅه يې کوي.

تهران په دې وروستيو کې ادعا وکړه چې په کور دننه يې د اټومي سون لومړنۍ جوړه کړې ميله يوې اټومې بټۍ ته پورته کړې ده.

خو ايران له دې سره جوخت دا هم ويلي ښايي وغواړي چې د خپل اټومي پروگرام په اړه درېدلې نړيوالې خبرې له سره پيل کړي. او دا هغه وړانديز دى چې امريکا او اروپايي ټولنې ورته محتاط هرکلى ويلى دى.

ورته مطالب