"ايران د اټومي تاسيساتو د پراخولو په تکل کې دی"

د انځور حقوق AFP
Image caption ايران وايي اتومي پروګرام يې سوله ييز دی، خو لويديځ يې په اړه شک ښيي.

ويانا مېشتو ډېپلماتانو بي بي سي ته ويلي داسې برېښي چې ايران د قم ښار ته نژدې تر ځمکې لاندې د خپلو اټومي تاسيساتو د ډېرې پراخونې هڅه پيل کړې ده.

دا څرگندونې تهران ته د نړيوالې اټومې څار ډلې 'آى اې اي اې' د څارونکو د يوې بلې ډلې د ورتگ په درشل کې شوي چې دا اوونۍ د ايران پر اټومي پروگرام د غږېدو لپاره ور روانېږي.

په ويانا کې د بي بي سي خبرياله بيثني بېل په خپل رپوټ کې وايي دا په دې اړه يوه بله گواښنه ده چې ايران د نړيوالو بنديزونو له ډېرېدو سره سره ښايي د خپل ناندره ييز اټومي پروگرام د چټکولو ملا تړلې وي.

بي بي سي ته وويل شول داسې برېښي چې ايران، قم ښار ته نژدې په يوې ټينگې ځمکلاندې بټۍ کې د نوي نسل زرگونو سنټريفيوژونو لگولو ته ځان جوړ کړى وي.

دا ماشينونه کولى شي د يورانيمو پخول يا بډايول خورا چټک کړي او دا پاخه يورانيم هغه مواد دي چې په اټومي سرگولۍ کې کارېدلى شي.

د ملگرو ملتو امنيتي څار ډلې IAEA پر دې رپوټ لا څه نه دي ويلي.

ايران وايي چې اټومي پروگرام يې نگه د سوله ييزو موخو لپاره دى، خو د لوېديځو هيوادونو وېره داده چې ايران په پټه د اټومي بم د جوړولو هڅه کوي.

ورته مطالب