د بشر نويد کالم پښتونخوا: اوس رښتيا رښتيا ويل پکار دي!!

د انځور حقوق
Image caption موسم بدل شو خو دستور د سپرلي نوی نه شو ****** ګل په ګلشن کې ولاړ څېرې ګرېوان هغسې دی

دا خبره يو حقيقت ګرځېدلی دی چې له ټولو ډېر دروغ په عدالت کې ویل کېږي، خو په سياست کې هم رښتيا نشي ويلی.

دغه وجه ده چې زموږ د عدالت قانون هم په دروغو روان دى او سياسي چالاکۍ مو ټولنيز ژوند هم دروغجن کړی دی.

په داسې حال کې چې رښتيا ويل د دروغو نه اسان دي ځکه چې رښتيا يو ځل ویلی شي او يو دروغو له به شل نور دروغ ویل کېږي.

نننى مخ په تيزۍ بدلېدونکو حالاتو دا حقيقت نور واضحه کړی دی چې اوس په دروغو او بهانو کار نهٴکېږي، هغه خلک چې په تالو به يې ژبه نهٴلګېده خو اوس په هره خبره کې ساه خوري اورېدونکي پرې دا ګمان کوي!!

ښکليه بيا جوړې دروغ جوړوې

دا چې خبرو کې دې ساه وخوړه

او اوس رښتيا ويل پکار دي!!

چې بنګاليانو د ايوب خان په مارشل لاء (پوځي حکومت) کې د خپلې ژبې حق په خپلو شهيدانو زلمو حاصل کړ او ملګرو ملتونو د ۲۱ فبرورۍ ورځ د مورنو ژبو نړیواله ورځ وټاکله.

موږ هر کال دا ورځ د روايت په توګه لمانځو خو پښتو ژبې سره تحريک نشته.

په پښتونخوا کې د پښتنو قوم پرستو او سيکولر قوتونو شريک حکومت دی. خو اوس هم د پښتنو شاعران اديبان د پښتو مينه وال قراردادونه پېش کوي.

د ايم ايم اې حکومت چې د اردو خوانۍ قصيده ګو وو په يو کش يې اردو سرکارى دفتري ژبه ګرځولې وه خو پښتو د پښتنو په حکمرانۍ کې اوس هم په قرارداد پېش کېږي. تعجب دی کهٴ نه دی!!؟؟

او اوس رښتيا ويل پکار دى!!

چې پاکستان د نورو صوبو د تلوېزیون سنټرونو نه د پنجابي سندهي او بلوچي چینلونو کار شروع کړی دی، خو د پېښور تلوېزیون نه 'اباسين' اوس هم په التواء کې دی.

''مېډیا وار''

ټوله دنيا لګيا ده چې ''ميډياوار'' دی، پښتانهٴ دي چې په خپله ژبه کې يې د اظهار ذريعې او وسيلې نشته. د پردۍ ژبې او د نورو کلچر ''کچرګلېمر'' ته واه واه کوي. د پښتنو ژبې له يې نشه ورکړې ده کهٴ نا!!؟؟

او اوس رښتيا ويل پکار دي!!

چې موسيقۍ جرم او سزا شوه، نښتراۤباد ورسره اجتماعي زياتې وکړو. مُلا استاذ پرې فتوىٰ ورکړه. نښترهال له يې شونډې ووګنډلې، ډبګرۍ یې لکه د فحاشې ښځې سنګسار کړه. د فنکارانو د ډرامو د اۤرټسټانو د پښتو ټول فن او اۤرټ لکه د باميان د بودا ووګڼلی شو.

د پښتو فنکاران، هنرمندان، نوموړى اداکاران د پښتونخوا نه بهر پناه ګزين مهاجرين دي.

په پښتونخوا کې اوس هم رباب مات دی. په سوات کې سندره معصومه شهيده ده. دا نقاب پوش بُت شکنان دى کهٴ تهذيب کُش دى!!؟؟

او اوس رښتيا رښتيا ويل پکار دي!!

د پښتنوخوا په فاټا کې چاپېره فوج قبضه ګر دی اپرېشنونه کېږي. درنې وسلې استعماليږي. خو دا کورونه چې ورانيږي دا کسان چې وژلي کېږي دا خلک چې حلاليږى د اغوا برای تاوان دنده چې روانه ده. دا درنو جرګو خلک چې وژل کېږي، دا پيريان چې خلک ناڅاپه غايبوي، دا د پوځ کشۍ باوجود چې سکولونه، کالجونه، هسپتالونه سرکاري ادارې بند، ژوند ژواک په ټپو ولاړ دي. دا هر څهٴ دا ټولې لوبې څوک کوي؟؟ دا د امن لپاره جنګ دی کهٴ جنګ د جنګ لپاره دی!!؟؟

او اوس رښتيا رښتيا ويل پکار دي!!

په پښتونخوا کې ادارې هغه شان ورانې نيمګړى نيمه خوا دى، د ادارو بجټ، پلاننګ هېڅ مخ سر نشته. ټرانسفر، برتۍ، سياسي روادارۍ، اقرباپرورۍ، ''راکا'' او ''واخله'' په درز کې روان دى. د ايم ايم اې د ږيرې خاوندان د اقتدار څخه تلي دي، د سيکولرازم، نېشنلزم په نوم بغېر ږيرې پښتانهٴ راغلل خو!!!

موسم بدل شو خو دستور د سپرلي نوی نه شو

ګل په ګلشن کې ولاړ څېرې ګرېوان هغسې دی

اوس رښتيا ويل غواړي.

چې د مياندو ډکې غېږې څوک شوکوي؟ خويندې ولې ژاړي؟؟ مېندې خپل ورک زامن او خوېندې وروڼه غواړي، هېڅوک نهٴ وایي، چې څوک څه شول، چېرې ولاړل، مېندې خوېندې پلاران وروڼه لکه د ګوګوشتکو اوازونه کوي، ''دوستي چېرې تللې ده''

* ..... او اوس رښتيا رښتيا ويل پکار دي!!

چې زموږ پښتون قام پرست سياست په داسې حالاتو کې ولې چپ، خاموش، اوتر ولاړ دی!!؟؟ قامي سوالونو هېڅ ځواب نشي کولی!!! څوک هډو دا وايي نا چې زموږ هم څوک د دستار سړى شته!! اخر ولې!!؟؟ اوس خو رښتيا رښتيا ويل پکار دى.

د دروغو ګنجائش پاتې نهٴ دی. دروغ پټېدی هم نشي. په ښکلو ښکلو لفظونو او د غټو غټو کتابونو په حوالو حاشيو اوس څوک دهوکه کېدي هم نشي.

قامي سوالونه په دروغو نهٴحل کېږي. بلکې نور نور به ګرانېږي ځکه نو!!

اوس هر څهٴسپينول دي

اوس د دروغو وخت نهٴ دی

* ..... او اوس رښتيا رښتيا ويل پکار دى!!

اوس خو رښتيا رښتيا ويل پکار دى کنه!!

چې موږ چا خرڅ کړو!؟؟ په چا یې خرڅ کړو؟ د څه لپاره ؟؟ په موږ دا دومره اوږد جنګ چا وکړو او د څهٴ لپاره !؟؟ ګټه د چا او تاوان د چا !!؟؟؟

ورته مطالب