سور صلیب سوریه کې د اوربند هڅه کوي

سوریه د انځور حقوق
Image caption سور صلیب وايي اوربند به د یوه ټاکلي وخت لپاره وي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي هڅه کوي چې د سوریې د چارواکو او مخالفو ډلو ترمنځ د محدو اوربند منځکړیتوب وکړي څو په دې توګه هغو سیمو ته بشري مرستې ورسول شي چې تاوتریخوالي سخت ځپلي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې یوه ویاند بي بي سي ته وویل له دې هڅې نه یې موخه په حمص، حماه او دمشق په څنډو کې خلکو ته په عاجله توګه د ځان رسول دي.

نوموړې کمېټه وايي اوربند به د یوه ټاکلي وخت لپاره وي.

دیپلوماتیکې سرچینې وايي اوربند به څو ساعتونه لپاره وي.

د بي بي سي خبریاله ایمجن فولکس له جینوا نه په دې هکله په خپل راپور کې وايي

د سره صلیب نړیواله کمیټه یوازینې خیریه اداره ده چې په سوریې کې دننه فعالیت کوي خو دا چې په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دا اداره هم جنګ ځپلو سیمو ته په ځان رسولو کې له ستونزو سره مخامخه ده.

اوس د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي د سوریي او مخالفو ځواکونو سره په خبرو کې ده څو داسې یوه لاره ومومی چې له مخې یې هغو سیمو ته مرستې ورسوي چې په وینا یې ډیره اړتیا ورته لیدل کیږي.

د تل په شان سره صلیب له دواړو خواوو سره د خبرو جزییات نه دي په ډاګه کړي خو دا یې تایید کړې چې د یوه موقتي اوربند امکانات شته چې په ترڅ کې به یې امبولانسونه جګړه ځپلو سیمو ته ورشي، له هغو ځایونو به ټپیان ولېږدوي او ترڅنګ یې خواړه او دارو درمل هم هغو سیمو ته یوړل شي.

فکر کېږي چې په ځانګړې توګه د حمص ښار د خوراکي توکو له کمښت سره ډېر مخامخ دی.

د بي بي سي خبریال وايي دا چې سره صلیب تایید کړې چې په سوریې کې په جګړو کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوربند منځګړیتوب کوي ددې څرګندویه ده چې دغه اداره څومره په سوریې کې د تاوتریخوالې او له امله یې مخه په زیاتیدونکي ډول د ملکي کسانو د اغیزمندو په اړه اندښمنه ده.

ورته مطالب