اوباما د قرانکريم د نسخو سوځولو له امله له افغانانو بخښنه وغوښتله

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption لومړنۍ مظاهر ې د بگرام اډې سره نزدې پيل شوې وې

ولسمشمر باراک اوباما خپل افغان سيال حامد کرزي ته يوۀ ليک کې د بگرام امريکايي اډې کې د قرانکريم اونورو ديني کتابونو د سپکاوي له امله بخښنه غوښتې ده.

دا ليک نن کابل کې د امريکا سفير ولسمشر کرزي ته وړاندې کړ.

په ليک کې ولسمشر اوباما ويلي دي چې دا پېښه قصدي نه وه او په دې لړ کې به بشپړه پلټنه کيږي.

په ليک کې راغلي دي چې " زه په دې پېښې ډير خواشينى يم، او ستاسې او افغان ولسمشر څخه ېې له امله بخښنه غواړم، دا بخښنه په داسېې وخت کې غوښتل شوې نن هم افغانستان کې د قرانکريم د سوځولو پر ضد مظاهرې روانې وې،

نن په درېمه ورځ هم د افغانستان په بيلابېلو بر خو کې په بگرام کې دامريکايي ځواکونو په هوايي اډه کې دقرانکريم د سوزولو پرضد مظاهرو دوام درلود.

لږ ترلږه اته کسان نن په مظاهرو کې وژل شوي دي چې دوه ېې بهرني پوځيان دي.

چارواکي وايي، د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې مظاهره چیانو هڅه وکړه، چې د افغان او امریکا يي ځواکونو په اډه برید وکړي، خو امنیتي ځواکونو د دغې پېښې د مخنیوي لپاره پر مظاهره چیانو ډزې وکړې.

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې دری زره کسان راټول شوي و او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په لاس جوړې شوې مجسمې ته اور ورته کړ.

همداراز په سلګونه تنه نور هم د کنړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې مظاهرې وکړې او د امریکا بیرغ ته يي اور ورته کړ.

په کابل کې پوليس وايي ښار ته د سلګونه مظاهره چيانو د داخلېدو مخه يې نيولې ده.

مظاهره چيانو په درست افغانستان کې امريکايي ضد شعارونه ورکول، د دغه هېواد بېرغ ته يې اور ورته کړ او د قران کریم د سپکاوي عاملينو ته يې د درنې سزا غوښتنه کوله.

څلور نور کسان په نور مظاهرو کې وژل شوي دي ، نن د کابل په گډون شپږو ولايتونو کې مظاهرې شوې دي.

Image caption ولسمشر کرزى امريکايي اډې کې د قرانکريم د سوځولو د پېښې پلټنې لپاره يو جيگپوړى پلاوى ټاکل د

له کابله د بي بي سي خبريا ل اندريو نارت په خپل راپور کې کاږي ولسمشر کرزى د وضعې ارامولو لپاره سياسي او قومي مشرانو سره غونډه کوي، خو دى زياتوي چې ډير افغان چارواکي د امريکايانو د کړنې له امله ښودل شوي قهر او غصې پلوي کوي

دې مظاهرو جيگپوړو امريکايي چارواکو لخوا د بخښنه غوښتې سره سره دوام موندلى دى.

امريکايانو ويلي وو د قرانکريم نسخې په تيروتنه سوځول شوې وې. پرون په شوو مظاهرو کې لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب