'د سوریې ملګري' د تاوتریخوالي پایته رسېدل غواړي

سوریه د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې ملګري په نامه غونډه د حمص د حالت پر کابو کولو ټینګار کوي.

سره صليب تاييد کړه چې يوه ډله يې اوس د سوريې د حمص ښار په بابا عمرو ناحيه کې په کار بوخته ده چې د بيړنيو روغتيايي مرستو لپاره د ټولو اړو کسانو د ايستلو لارې وڅېړي.

سره صليب په جينيوا کې له خپل مرکز نه په يوه وينا کې ويلي چې ډله له پرون ماسپښين راهيسې په سيمه کې بوخته ده.

په همدې ترڅ کې د برتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليام هېگ ويلي چې په تونس کې د "سوريې د ملگرو" په کنفرانس کې اويا گډونوال هيوادونه غواړي د سوريې ملي مخالفه شورا د سوري ولس د قانوني استازي په توگه په رسميت وپېژني.

له جينيوا نه د ايما جين فوکس رپوټ:

د هغو ژوبلو لوېديځو خبريالانو تصويرونو چې له حمص نه د ايستلو غوښتنه کوي، هغه څه نور هم وځلول چې سره صليب له څه مودې راهيسې ويل او هغه دا چې له څو ورځو سختو بمباريو وروسته د حمص ډېرئ وگړي مرستو ته خورا سخته اړتيا لري.

د سره صليب کارکوونکي د سوريې له سرې مياشتې سره په گډه، اوس د ښار د بابا عمرو ناحيې ته رسېدلي او له حکومتي ځواکونو او مخالفو جنگياليو دواړو سره د ټپيانو د ايستلو په اړه غږېږي.

سور صليب غواړي روښانه کړي چې دا يوازې د دوو ټپي لوېديځو خبريالانو د ايستلو هڅه نده، بلکه د ټولو هغو کسانو د مرستې هڅه ده چې لاسنيوي ته خورا اړتيا لري. او باور دادى چې د دغسې کسانو شمېر به خورا ډېر وي.

سره صليب په دې اړه چې د اړو کسانو ايستل به څه وخت پيلېږي، لا څه نه دي ويلي.

له بلې خوا د سوريې پر حالاتو د تونس د کنفرانس له گډونوالو څخه د حکومت د مخالفې ملي شورا غوښتنه دا وه چې د آزادې سوريې مخالف پوځ ته دې وسلې ورکړل شي.

هغه غوښتنه چې د سعودي د بهرنيو چارو د وزير سعودالفيصل له ملاتړ سره مخامخ شوه. هغه په تونس کې خبريالانو ته وويل چې سوري ولس بايد د ځان د دفاع وسايل ولري:

ننداره

"ځکه چې دوى غواړي د ځان دفاع وکړي. ځينې دي چې په وسلو ويشتل کېږي. د هغه چا ننداره خواشينوونکې ده چې زيان ورسېږي خو وس يې نشته چې د ځان يا خپلې کورنۍ دفاع وکړي"

خو خبريالان وايي چې د آزادې سوريې مخالف پوځ نژدې له يوې مخې له سنيانو څخه جوړ دى او دا وېره شته چې د هغه هيواد د علوي شيعيه گانو او مسيحيانو پر خلالف وکارول شي.

که لوېديځ هيوداونه د سوريې په کړکېچ کې پوځي ښکېلتيا ونه غواړي، نو د ښکېلو هيوادو مخې ته دا دوه لارې پاتې کېږي: که ياغيانو ته وسله ورکوي نو د کورنۍ شخړې، آن د فرقه يي جگړې خطر رامنځته کېږي او که وسلې نه ورکوي نو په حمص او نورو سيمو کې به د وينو تويېدل جاري پاتې کېږي.

ورته مطالب