''شاید امريکا له خپلو زېرمو خوراک ته اړه شي''

واشنګټن
Image caption ايران د تېلو په پلور کې د ټولې نړۍ پنځم سوداګر بلل کېږي.

د امريکا د خزانې وزير ټيموتي ګيټنر پر ايران د بنديزونو د خبرو پر وخت په يوه امريکايي ټلوېزیون کې وويل چې د اوباما سرکار زور وهي که وشي چې د امريکا د خپلو تېلو له زېرمو څخه د کار اخيستلو لپاره نورې لارې او ليکې وسنجوي.

ده ويل چې امريکا دغه زېرمې دبدې ورځې لپاره سپمولي او د سرکار د امر له مخې استعمال يې ځانته د روايښت لار لري او موږ يې دده په خبره په احتياط وکار اخيستو ته لار برابروو.

ټيموتي ګيتنر خبرداری ورکاوه چې ايران د نړۍ بازارونو ته ښه سم تاوان رسولای شي.

يو شمېر ډموکراټي کانګريسيان سپيني ماڼۍ ته جوړېدلي چې که د امريکا دتېلو خپلي زېرمي يوڅه ايله شي نو دتېلو په ګرانۍ کې مرسته ورسره کولای شي ځکه چې اوس يې بېلر ۱۲۳ ډالره ته رسېدلی دی.

د امريکا او اروپايي اتحاديې د ايران دتېلو پر سوداګرۍ بنديزونه هيوادونه په وچ زور مجبوروي چې تېل به نه ځني رانيسي.

د لوېديځ څېړونکي دا بېره هم په ښکاره وايي چې دتېلو ګراني د توکو د لېږد رالېږ د ګرانۍ څخه هم خالي نه ده.

دټيموتي ګيتنر له ادعا څخه چې یعنې امريکا که دا نخښه رښتياده د تاوان په لږولو کې ځان ستړی کوي.

يعنې د عربستان او نورو هيوادونو څخه يې په ارزانه لارو پسي هم ګوري چې دده له بيانه يې دا سرکاري تګلاره ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption بارک اوباما امريکايانو ته ویلي چې د تېلو ژر ارزاني له اسمانه نه شي ورته راوړی.

ايران لوېديځ ته په ډانګ پېيلي ويلي چې که د اتومي پروګرام پر سر بنديزونه پر ولګوي نوپه سمندر کې دهرموز تنګی پر بندوي چې په عربي هيوادونو کې دتېلود بېړيو د تګ او راتګ لويه لار بلل کيږی.

ايران د تېلو په پلور کې د ټولې نړۍ پنځم سوداګر بلل کېږي.

پاتې دې نه وي چې تېر دوبی د امريکا جنګي يارانو په ګډون د امريکا پر ليبيا تر يرغل له مخه د سمندري لارو د بندېدو له بېري پوره شپږ کروړه بېلره تېل دنه بايدې لپاره علايده خوندي ساتلي وه.

د څېړونکو په ګومان د تېلو ګرانۍ پر ډموکراتانو مځکه په دې هم سره کړې چې دټاکنو کال يې دی.

بارک اوباما يې د فلورېډا ايالت په يوه پوهنتون کې د خپلې تګلارې په دفاع کې په خپله خوله ټولو امريکايانو ته خبرداری ورکاوه چې د تېلو ژر ارزاني له اسمانه نه شي ورته راوړی.

ورته مطالب