سوریه پر نوي اساسي قانون ټولپوښتنه کې رایې اچوي

سوریه د انځور حقوق
Image caption حمص چې درېيم لوى ښار دى، په گډوډيو ښکېل دى، لکه د هيواد په گوټ گوټ کې چې نورې ډېرې سيمې هم دي.

په سوريه کې له ټولو غمونو سره سره، له وگړو غوښتل شوي چې نن پر نوي اساسي قانون ټولپوښتنه کې رايې واچوي.

دا د هغو اصلاحاتو مرکزي ټکى دى چې ولسمشر بشارالاسد يې وړانديز د هغه پاڅون په غبرگون کې کړى چې نژدې يو کال دمخه پيل شو او تر اوسه يې د ٧٠٠٠ کسانو ژوند اخيستى دى.

په نوي اساسي قانون کې پر واک د بعث گوند يومخيزه ولکه پاى ته رسېږي.

له بيروت نه په دې اړه د جيم ميور رپوټ واورئ:

نوى اساسي قانون لا تر راوتلو دمخه مخالفو ډلو رد کړى چې له رايو سره د پرېکون غوښتنه لري.

يوې ډلې دغه قانون جعلي او ټولپوښتنه ټوکه بللې ده.

هغه وايي چې رژيم زاړه قانون ته کله درناوى کړى چې د بيان آزادي او سوله ييزې مظاهرې پکې منل شوي او کړول يا شکنجه يې منعه کړې وه.

دا چې دا ډول ټولپوښتنه به په روانو حالاتو کې څه ډول سمه ترسره شي، ځواب به يې په راتلونکي کې ومومو.

حمص چې درېيم لوى ښار دى، په گډوډيو ښکېل دى، لکه د هيواد په گوټ گوټ کې چې نورې ډېرې سيمې هم دي.

د دمشق او اليپو دوه لوى ښارونه تر ډېره ارام دي.

حکومت د څه له پاسه ١٣٠٠٠ رايمرکزونو سمبالښت پيل کړى چې د څوارلس نيم ميليونو بالقوه راى ورکوونکو غم وخوړلى شي.

پر دولتي ټلوېزيون د نوي اساسي قانون پر منځپانگې تاوده بحثونه روان دي او خلکو ته معلومات ورکول کېږي چې چېرې او څنگه رايې واچوي. که کال مخکې داسې يو کار شوى واى، نو کېداى شي چې د حالاتو انځور به اوس بل ډول و.

ورته مطالب