"ارټسټ - هنرمند" د اوسکار د غوره فلم درې جایزې وګټلې

فرانسوي بې غږه "هنرمند یا The Artist" فلم د اوسکار د غوره فلم تولیدوونکي، غوره فلم او ښه لوبغاړي درې جایزې وګټلې.

د انځور حقوق
Image caption دغه فرانسوي ممثل په ۱۹۹۰ کال کې له ژیرار دوباردیو وروسته دویم فرانسوی دی، چې د اوسکار جایزه ګټي.

او میریل سټریپ بیا ددرېیم ځل لپاره د غوره ښځينه فلمي لوبغاړې اوسکار جایزه وګټله.

همدارنګه، ایراني فلم (له سیمین د نادر جلاوالي) فلم هم د غوره فلم جایزه وګټله، چې اصغر فرهادي تولید کړی دی.

د اوسکار جایزو د وېشلو په څلور اتیایمې دې دوره کې میریل سټریپ ته په "اوسپنیزه مېرمن" فلم کې د لوبېدو له برکته جایزه ورکړل شوه.

او اصغر فرهادي ته د نا انګلیسي فلم غوره جایزه ورکړل شوه.

دا لومړی ځل دی چې میشل ازانا ویسیوس درې جایزې ګټي.

ژان دوژردن لکه څنګه چې د آرټیسټ فلم اصلي شخصیت جورج ولنټاین نوم له دغه فلم سره نه یادېږي، په همدې اندازه په یوویشتمه پېړۍ کې د فرانسوي لوبغاړي ژان دوزردن نوم په دې فلم کې له لوبېدو سره شهرت وموند.

یوځل بیا، چې له فرانسې بهر کاملاً ناپېژندل شوې څېره وه، پرته له دې چې څوک یې دې په آرټسټ فلم کې غږ واوري، په سینمايي نړۍ کې یې د فلم له برکته څېره اشنا شوه.

په ارټسټ فلم کې د هغه لوبېدل نوموړي ته د نړۍ د بېلابېلو فلمي جشنونو او سینمايي سازمانونو له خوا له لسو ډېرې جایزې ورکړل شوې.

خو بیا هم هغه په مخ کې د جورج کلوني په څېر یو رقیب لري.

ژان دوژردن په ۱۹۷۲ کال د پاریس په یوه برخه کې وزیږېد، په سینما کې له راڅرګندېدود مخکې، هغه د یوه کومیډي په بڼه کار وکړ.

۳۹ کلن ژان دوژردن د غوره ممثل او غوره فلم دوه جایزې وګټلې.

دغه فرانسوي ممثل په ۱۹۹۰ کال کې له ژیرار دوباردیو وروسته دویم فرانسوی دی، چې د اوسکار جایزه ګټي.

او دا لومړی ځل دی چې اوسکار له ۸۳ کالو وروسته، یوه بې غږه فلم ته د غوره فلم جایزه ورکوي.

تر دې وړاندې یو بل بې غږه تور او سپین فلم په ۱۹۲۹ کال د اوسکار جایزه ګټلې وه.

د انځور حقوق
Image caption سټریپ تر اوسه د اوسکار دوې جایزې ګټلې دي.

دا چې مریل سټریپ د ګولډن ګلوب د جایزې ګټونکی او میشل ویلیامز هم د غوره ښځينه لوبغاړو په سیالۍ کې ځانونه رامخې ته کړل، کوم د حیرانتیا خبره نه ده.

مریل سټریپ چې په (اوسپنیزه مېرمن) فلم کې د مارګرت تاچر په رول کې لوبېدلې ده، د اوسکار د جایزې ګټلو لپاره یې خپل ریکاټ مات کړ.

سټریپ تر اوسه د اوسکار دوې جایزې ګټلې؛ یو ځل د (کرامر د کرامر پرضد- ۱۹۷۹) فلم د غوره ښځینه لوبغاړې په رول کې،، او بل وار په (د سوفي ټاکل ۱۹۸۲) په نامه فلم کې د غوره ښځينه لوبغاړې په رول لکې.

ورته مطالب