د بشر نويد کالم پښتونخوا: ما له زما هنرمندان او فنکاران راکړه!!

د پښتونخوا هنرمندان او فنکاران دا وخت په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي، د هغوى ګناه فنکاري ده، چې فن ګناه شي هلته فنکار د هغې سزا خوري، دا ګناه او سزا څه عجيبه ده.

د انځور حقوق
Image caption ستا سترګې او ستا شونډې خو خندا لره پېدا وې دا داسې پرې تمام عمر سلګۍ ولې دېره شوې

د پښتو فنکاران هنرمندان حيران دي چې فنون خو د قام د خاورې د ولسونو استازیتوب کوي، د چا د ذاتي او سياسي شخصيت نا!! خو د بدمرغه د پښتو فنون د کابل نه راواخله تر پېښور پورې په دريو لسيزو کې پرله پسې د داسې حالاتو ښکار شول چې کله په پېښور کښې د کابل هنرمندان د مهاجرينو په نوم پاتې شول او کله د پښتونخوا نه فنکاران افغانستان ته په کډه ولاړل.

په دواړو حالتونو کې د ژوند د سندرغاړو د ژبې پرېکولو امر شوی دی. دواړو وختونو کې پښتو حلاله شوې ده.

په کوم وخت کې چې د کابل نه هنرمندان پېښور ته راغلل نو خوش بختي یې دا وه چې پاکستان به دا دعوه کوله، موږ انصار يُو، او افغانانو به ويل، پېښور زموږ د مهاجرت کور دی.

د انصاري جذبې لاندې پېښور رېډيو او تلېوزیون افغان فنکارانو هنرمندانو له ځای ورکړ، خو دا فقط سندرغاړي و کومو فنکارانو چې د ډرامو او فلم سره تعلق درلود.

سټېج نوموړى وو کوم چې د رېډيو فلم، تلوېزیون، او ښکلو داستانونو ليکونکي و هغوى ته پېښور هم ځای ورنه کړی شو، لکه د افغانستان د کونډې زوى ممنون مقصودي غوندې فنکار د پېښور په سړکونو او فټ پاتونو د پښتو د فن سزا تېره کړه، د ''کونډې زوى'' ته پېښور هم په سر لاس نهٴ دی راښکلی، خو هغه چې نن هم په کابل کې دپېښور د فن او اۤرټ سره تعلق لرونکى ملګرى ووينى نو په مينه يې ښکلوي!!

پښتونخوا باندې چې د کابل غوندې حالات راغلل نو لومړني ګوزار کې د پښتو فنکاران اوتر شول، چې د ډبګرۍ نه فنکاران پاڅول شول او په هغوى د فحاشۍ تور ولګول شو.

ما ته هغه وخت د لاهور پنجاب هيرامنډۍ راياده شوه چې د هيرامنډۍ فحاشي خو د پنجاب ''جنسي صنعت'' دی، او په اسلامي جمهوريه پاکستان کې ورته مکمل پروټوکول او تحفظ حاصل دی. خو په پښتونخوا کې فن او هنر د فحاشۍ په نوم ياديږي.

د نښترهال دروازې بندې شوې، اوږې بې روزګاره بې وزله فنکاران په نښتراۤباد کې د ''سي ډي ګانو'' غوندې فحاشه دنيا کې په ارزانه بيعه خرڅ شول.

او د حېرت خبره دا وه چې ډبګرۍ پليته ياده شوه، نشترهال فحش ياد شو خو د نشتراۤباد په فټ پاتونو چې د پښتو نه جامې ووتې او په ټوله دنيا کې د پښتو اۤرټ ګنده شو نو حکومت د پښتو د شرمولو دا لوے مارکيټ ازاد وساتل.

د حېرانتيا خبره ده او که نه چې پښتو ې د کور نه راويسته او لکه د سرتورې ډمې يې په ميدان خرڅه هم کړه، وګډوله يې هم او په داسې تېزۍ یې بهر دنيا ته ورسوله چې نوم نشان او شناخت يې ورله بدنام کړ، سزا يې دا شوه چې نن د سردار علي ټکر، د هارون باچا غوندې سندرغاړي په امريکا کې ناست دي، امريکا به ډېره لويه وى خو زموږ د فنکارانو د ننه چې کوم پښتون فنکار ژوند کوو هغه فنکار خاموش پاتي شو.

دواړو فنکارانو د پښتو په موسيقۍ کې انقلابي بدلون راوستی و، چې پښتو موسیقۍ ته یې رُخ بدل کړی دی.

د سردار علي ټکر او هارون باچا نه وړاندې ګلزار عالم غوندې فنکار د کوټې او افغانستان مسافري وکړه خو لکه چې د پېښور سندرې ورته په منت زارۍ ويلي وې!!

دا تهٴ چې ځې ما په چا سپارې

ما په بې ننګو خلکو مهٴ سپاره مينه

ګلزار عالم د دغه منت زارۍ په غږ واپس پېښور ته راغی او اوس د پښتونخوا په توده ځمکه د پښتو د سندرې سره ګرځي هېڅ تحفظ نهٴ لري، زهٴ حيران يم چې څه ورته ووايم، اۤيا ګلزار عالم د پښتو د سندرې زغره ده او کهٴ د پښتو سندره د ګلزار عالم ډال دی؟؟ هغه اوس هم د پښتو سندرې ته وايي!!

د انځور حقوق
Image caption د عالمزېب مجاهد دننه د پښتو زور اۤور فنکار بغاوت وکړ او پښتونخوا يې پرېښوده په مالیزیا کې يې وویل!! نه نه فنکار نهٴ مري.... فنکار به څنګه مري..... فن خو مرګ نهٴ لري.

ای د پښتو سندرې تا ته ملامته ډېر يم

زما په شونډو د بادار د ښار مچۍ ناستې دي

در په در، کډه په سر

د ميراوس غوندې شوخ فنکار په خپله پښتونخوا کې در په در کډه په سر وګرځېد. وخت او حالاتو په لاسونو کې کلاشینکوف ورکړ، د مېدانونو د سټېجونو دا سړی یې د خلکو له ميننه اوچت کړ او فراري ترې جوړ شو. هغه چې د پښتو خولهٴ يې د خندا نه ډکه کړې وه، د پښتو فن ورپسې په سلګو سلګو وژړل، د پښتو د سندرې روح ورته ووې!!

ستا سترګې او ستا شونډې خو خندا لره پېدا وې

دا داسې پرې تمام عمر سلګۍ ولې دېره شوې

پښتونخوا به خپل کوم کوم فنکار خپل کوم کوم سندر غاړى پسې ارمان کوي!! په داسې ژړا ژړا کې پښتو خپل خندا ګلى عالم زېب مجاهد پسې هم منګلې مروړې، چې په مالیزیا کې د پېښور د انتهاپسندۍ په بغاوت کې جلاوطن ژوند تېروي، هغهٴ چې په پېښور کې په يو پرېس کانفرنس کې د فنکارۍ نه د جُدا کېدو اعلان کاوه، نو هر چا د هغهٴ په شونډو د يو فنکار سلګۍ سلګۍ مرګ ليدو او د هغهٴ په شونډو ميګونى مُسکا داسې وه لکه!!

ويل يې ځه د زلفو مقبرې پله مې وړى

ګل چې په ډنډر راماتېدو هم ئې خندل

خو ډېر زر د عالمزېب مجاهد دننه د پښتو زور اۤور فنکار بغاوت وکړ او پښتونخوا يې پرېښوده په مالیزیا کې يې وویل!!

نه نه فنکار نهٴ مري.... فنکار به څنګه مري..... فن خو مرګ نهٴ لري.

هوٴ زهٴ مرګ لرم، زهٴ به مړ شم خو زما دننه فنکار د پښتونخوا انتها پسندي نشي وژلى. دا بيله خبره ده چې زهٴ بې وسه فنکار به جلا وطن شم او دا به ووايم!!

د انځور حقوق
Image caption د سردار علي ټکر او هارون باچا نه وړاندې ګلزار عالم غوندې فنکار د کوټې او افغانستان مسافري وکړه خو لکه چې د پېښور سندرې ورته په منت زارۍ ويلي وې!!

نه نه اشنا په دغه لاره نهٴ ځو

په دغه لار بالاحصار لکه سنګر پروت دی

هوٴ!!

په پېښور د بلاګانو لا اثر پروت دی

او پښتو قبضه ده

د پښتنو په شور کې

پښتو لا هغه شان ویده پرته ده

څومره عجيبه حالت دی، ټول خلک يو څهٴ غواړي، بل څهٴ غواړي خو پښتو په چیغو چیغو وايي!!

ما له زما هنرمندان او فنکاران راکا

ماله خپل روح او خپل ايمان راکا

ورته مطالب