له سیمین د نادر جلاوالي ایراني فلم د اوسکار جایزه وګټله

اصغر فرهادي د انځور حقوق
Image caption اصغر فرهادي خپله جایزه د ایران ولس ته ډالۍ کړه.

د اوسکار فلمونو د څلور اتیایمې دورې جایزه د ایراني فلم جوړوونکي اصغر فرهادي (له سیمین د نادر جلاوالي) فلم ترلاسه کړه. دغه فلم ته د ناانګلیسي ژبي غوره فلمونو جایزه ورکړل شوه.

خو په ټوله کې د ارټسټ یا هنرمند فلم د غوره فلم جایزه وګټله.

د (له سیمین د نادر جلاوالي) فلم لیکونکي اصغر فرهادي ته ساندرا بولاک ددغه فلم جایزه ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې یو ایرانی فلم د اوسکار جایزه ګټي.

ښاغلي فرهادي د جایزې اخیستو پرمهال وویل: ((زما خاوره لرغونی او بډایه کلتور لري چې د درانه سیاست تر غبار لاندې پټ شوی دی. زه خپله جایزه د ایران ولس ته ډالۍ کوم. هغه ولس چې د تاوتریخوالي ضد او د نورو له کلتور سره یوځای کېده غواړي.))

تر دې وړاندې، د مجید مجیدي په زیار یوه بل ایراني فلم (بچه های اسمان) د اوسکار جایزه ګټلې وه.

د ۲۰۱۲ کال د اوسکار د جایزو د وېش پرمهال چې د یکشنبې پر ورځ (فبروري ۲۶) د هالیووډ په کوډک تیاتر سالون کې یې د پنځو ساعتونو لپاره دوام درلود، د مارټین اسکورسیزي په لوبېدو د هیوګو په نامه او د میشل ازانا ویسیوس په زیار د ارټسټ یا هنرمند فلمونو د غوره فلم جایزې وګټلې.

دواړو فلمونو د اوسکار تر پنځو ډېرې جایزې وګټلې.

هیوګو د فلم اخیستو، هنري لوبېدو، غږ ثبتونې، او غږ تنظیمولو په برخو کې پنځه جایزې خپلې کړې.

ارټسټ فلم بیا د غوره فلم جایزه ترلاسه کړه.

په دې فلم کې د کالیو غوره ډيزاین، ښه موسیقي، او د فلم د لومړي لوبغاړي د ښه هنري لوبېدو جایزې وګټلې.

مریل سټریپ براب هم د درېیم ځل لپاره د اوسکار جایزه یووړه.

هغې تېر کال هم دا جایزه ګټلې وه.

د انځور حقوق

مریل سټریپ د برتانیا د مخکنۍ لومړۍ وزیرې مارګرېټ تاچر په رول په (اوسپنیزه مېرمن) فلم کې دغه جایزه وګټله.

په مراسمو کې د غوره فلمي لوبېدلې ښځينه لوبغاړې جایزه اکتاویا سپنسر ته ورکړل شوه.

نوموړې په (خدمتکاران) فلم کې لوبېدلې ده.

کریسټوفر پلامر هم پخپل فلم کې د بشپړې نارینه لوبېدنې جایزه وګټله.

په ارټسټ فلم کې د غوره لوبېدو د اوسکار جایزه میشل ازاناویسیوس ته ورکړل شوه.

ورته مطالب