پاکستان: کوهستان کې وسله والو ۱۸ شیعه ګان وژلي

د کوهستان مخکنی عکس
Image caption کوهستان د پاکستان په شمال لوېديځ کې یوه غرنۍ ولسوالۍ ده.

د پاکستان په شمال لوېديځ کوهستان کې پریوه بس د وسله والو د برید په پایله کې لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي.

پاکستاني پولیس وايي، په برید کې اووه کسه نور ټپیان شوي.

د برید پړه تر اوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

پولیس وايي چې دغه بس له راولپنډۍ څخه شمالي ښار ګلګت ته روان وو.

که څه هم په کوهستان غرنۍ سیمه کې اورپکي لږه ده، خو د سوات له درې سره ګډه پوله لري.

سوات په تېر کې د طالبانو د قوي مرکز په توګه کارول کېده.

په سیمه کې د پولیسو مشر محمد الیاس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي "په وسلو سمبالو کسانو د سړک پر دواړو غاړو کمین نیولی وو، او پر بس یې برید وکړ."

تراوسه لا روښانه نه ده چې د وسله والو نښه همدغه بس وو او که بل څوک.

د پولیسو یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې ټول وژل شوي شیعه لږکي دي.

خبریالان وايي، چې د کوهستان له ټول ټال نژدې ۵۰۰۰۰۰ وګړو څخه یې دوه پر درې برخې کوچیاني ژوند لري او د څړځایونو لپاره د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږدي.

کوهستان شاوخوا ۷۴۰۰ کیلومتره مربع ساحه ده، چې شاوخوا ترې غرونه راتاو دي.

په تېر کې هم د پاکستان بلوچستان ایالت کې پر شیعه وګړو ورته خونړي بریدونه شوي دي.

ورته مطالب