سور صليب د حمص بابا عمرو سيمې ته ورننوځي

د سوريې خپلواک پوځيان د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوريې خپلواک پوځ وايي د حمص له بابا عمرو سيمې يې تکتيک شاتګ کړی دی.

ټاکل شوې سور صليب د سوريې په حمص ښار کې د بابا عمرو سيمې ته ورننوځي.

سور صليب غواړي د يوې مياشتنۍ کلابندۍ وروسته دغې جګړې ځپلې سيمې ته خواړه او طبي مرستندويه توکي ورسوي.

دغه سیمه په تېرو اوونيو کې تر درنې بمبارۍ او توپچي بريدونو لاندې وه.

په همدې وخت کې د سوريې خپلواک پوځ اعلان کړی چې د حمص ښار له بابا عمرو جګړې له ډګره يې خپل جنګيالي ايستلي دي.

حمص چې د سوريې درېيم ستر ښار دی، اوس د ټانکونو او توپچي په ملاتړ د زرګونو ځواکونو د مځکني بريد تر فشار لاندې دی.

له بابا عمرو نه وتنه نژدې يو مياشتنۍ کلابندي او بمباريو لړۍ پای ته رسوي، چې د راپورونو له مخې په کې په سلګونو کسان مړه شول.

له بابا عمرو سيمې د ياغيانو د وتلو له اعلان وړاندې حمص د جګړې ډګر و.

اوس د سورېې خپلواک پوځ په نامه وسله والو ويلي چې جنگياليو ېې له دې سيمې ټاکتيکي شاته تگ کړى او زيته کړې يې ده چې د رژيم تر راپرځونې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

گومان کېږي چې د خپلواکه پوځ د پوځيانو شمېره څو سوو ته رسېږي.

په حمص کې فعالان وايي ان د وسله والو له وتلو وروسته هم د درنو وسلو بريدونو دوام درلود او ډېر هلته د ايسارو ملکيانو په اړه اندېښمن دي.

خو نړيوال سره صليب ويلي چې د سورېې له سرې مياشت سره يوځاى ورته بابا عمرو ته د ورتلو اجازه ورکړل شوې ده.

سره صليب له څو اونيو د دې اجازې ترلاسه کولو هڅه کوله.

Image caption سور صليب وايي بابا عمر سيمې ته په ورتلو هيله لري چې له سیمې خلک وايستلی شي.

د سره صليب وياندې کارلا مردني وويل دوی له حمص نه د خأکو ايتسلو زيار باسي:

"موږ هيله لرو څومره لوى شمېر کې چې دخلکو ايستل امکان ولري پرې وتوانېږو.

مونږ بايد سخته خرابه هوا هم په پام کې ونيسو، هلته ډېر ساړه دی او واوره وريږي.

د هغو خلکو په اړه ډير اندېښمن يو چې په بابا عمرو سيمه کې له بهرنۍ نړۍ سره د هر ډول تماس پرته ايسار پاتې دي."

ټکټيکي شاتګ

د سورېې خپلواکه پوځ پر دې ټينګار کوي چې له بابا عمرو څخه شاته تگ د دوى ماتې نه ده او د رژيم نسکورولو په موخه به خپلې هڅې لا زياتوي.

خو د دغه پوځ د قوماندان ډگروال رياض الاسد او د مخالفانو لوېې ډلې د سورېې ملي شورا يا کونسل ترمنځ توپيرونه هغه وخت راڅرگند شول چې شورا له پاريسه اعلان وکړ د پوځي فعاليتونو همغږه کولو او د ملاتړ راغونډولو لپاره نوې پوځي بيورو جوړوي.

خو ډگروال الاسد وويل چې وسله وال يې خپله پوځي سټراټيژي لري، هېڅ لاسوهنه نه شي منلی او نه به هم د سورېې ملي شورا سره خپل فعاليتونه همغږه کوي.

دا توپير به لوېديځ د حيرانۍ په دې فکر کې واچوي چې د سورېې حکومت مخالفانو د کومې ډلې ملاتړ وکړي.

ورته مطالب