د ایران د ولسي جرګې ټاکلو لپاره رای اچونه پایته ورسېده

ايران د انځور حقوق
Image caption ايراني چارواکي خلک هڅوي چې ارو مرو په ټاکنو کې برخه واخلي

د ایران حکومتي تلوېزیون ویلي، چې په دغه هېواد کې د ملي جرګې د ۲۹۰ غړو لپاره ټاکنې تر پنځو ساعتونو تمدید وروسته پای ته ورسېدې.

اټکل دی چې په دغو ټاکنو کې محافظه کاران ډېر وځلېږي.

خو مخالفو اصلاح غوښتونکو بیا په ټاکنو کې پرېکون اعلان کړی وو.

د ایران د کورنیو چارو وزارت او رسمي خبري رسنیو ویلي، په رای اچولو کې زښته ډېرو خلکو ګډون کړی وو.

پرونی راپور

ايران نن جمعه ( مارچ دويمه) د خپلې ملي جرګې د ۲۹۰ غړيو ټاکنې لپاره پارلماني ټاکنې ترسره کوي.

دا به په ۲۰۰۹ کال کې د ولسمشرۍ له ناندره ييزو ټاکنو راهيسې، چې د ولسمشر احمدي نژاد په ګټه په کې د پراخو درغليو دعوې شوې وې، لومړۍ ټاکنې وي.

د بي بي سي خبريال کسرا ناجي په خپل راپور کې وايي:

د انځور حقوق
Image caption دغه ټاکنې داسې نه ښکاري چې د ايران پېچلې او سختې ستونزې حل کړي.

ايرانی مشران د دې لپاره چې د رايې ورکولو بهير وښيي تر خپلې وسې هر څه کوي.

پر سړکونو ان لا داسې پوسټرونه هم لېګدلي چې وايي په رايه ورکولو کې کم ګډون به د دغه هېواد پر ضد بهرنۍ پوځي بريد ته لار هواره کړي.

د ايراني مشرانو د ليدلوري له مخې به په رايه ورکولو کې پراخ ګډون بهرنۍ نړۍ ته وښيي چې دوی لا تر اوسه د خلکو ترمنځ له ملاتړ برخمن دي، او دا کېدی شي اسراييل او يا امريکا او يا هم دواړه د ايران پر اتومي ځايونو له بريد نه واړوي.

په رايه ورکولو کې د ډېرو ګډون به د دوی واکمنۍ ته د قانوني بڼې په ستنونه کې ونډه ولري، هغه قانوني بڼه چې د ايران دننه يې د دوی سمون پالي مخالفان وايي ګنې هغه مهال يې له لاسه ورکړې چې واکمن نظام د ۲۰۰۹ کال ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د خلکو د مليونونو رايې غلا کړې.

خو دا چې د مخالفانو سمون پالي مشران په تهران کې په خپلو کورونو کې نظربند دي، دغه ټاکنې د هغو توندلارو ډلو ترمنځ سيالي ده چې د دغه هېواد مشر ايت الله خامنه يي ته نژدې دي.

دوی په ژوره توګه سره وېشلي او يو بل ته ګوته په ماشه دي.

ولسمشر احمدي نژاد چې له ايت الله خامنه يي سره په مخالفت کې کښېوتی، پلويان يې شکايت کوي چې کانديدان يې سيالۍ ته له درېدو منعه کړی شوي دي. ځينې يې بيا لکه ډېر سمون پالي او نور هم وايي، په پټه له ټاکنو سره د شلون بحث کوي.

په همدې وخت کې نړيوال بنديزونه دغه هېواد ته جدي زيان رسوي.

دغه ټاکنې داسې نه ښکاري چې د ايران پېچلې او سختې ستونزې حل کړي.

ورته مطالب