جان مکین د اسد پر ځواکونو امریکايي هوايي بریدونه غواړي

جان مکین د انځور حقوق
Image caption جان مکین ویلي، چې په دې کار کې به د متحده عربي اماراتو، سعودي، اردن، قطر، ناټو او ترکیې هم مرسته وغواړي.

د امریکا یوه سناتور جان مکین پر خپل هېواد غږ کړی، چې په سوریه کې د ولسي خلکو د ملاتړ لپاره پر سوري ځواکونو هوايي بریدونه وکړي.

نوموړي ویلي، د سوري حکومت پلوو ځواکونو د تېرې یکشنبې پر ورځ هم لږترلږه ۱۹ ولسي ګړي ووژل.

سناتور جان مکین د امریکا مشرانو جرګې ته په وینا ویلي: "له سوري ازاد پوځ او نورو حکومت ضد ډلو سره مرستې ضروري دي، خو له هغوی سره یوازې مرسته کول د ولسي خلکو د وژنې او بې ګناه خلکو د ژغورنې لپاره کفایت نه کوي."

د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والې جرګې د خدمتونو مشهور غړي جان مکین دا هم ویلي چې: "له ولسي خلکو سره د مرستې غوره لار پر سوري پوځ بهرني هوايي بریدونه دي."

د دغه امریکايي سناتور په وینا، هوايي برید د سوریې په شمال کې د پوځي دفاعي لیکو او بنسټونو د له منځه وړلو لپاره غوره لار ده.

جان مکین ویلي، چې په دې کار کې به د متحده عربي اماراتو، سعودي، اردن، قطر، ناټو او ترکیې هم مرسته وغواړي.

مکین چې د ویتنام په جګړه کې جنګېدلی، ویلي دا کار ځکه باید وشي چې د سوریې هوايي دفاعي سیستم له کاره وغورځول شي "یوازې موږ یو چې دا کار کولی شو."

خو د امریکا د لویو درستیزانو د ډلې مشر جنرال مارټن دیمپسي وړاندې ویلي و چې د سوریې له ټلوالې سره پوځي مرسته کېدای شي دغه هېواد لا پسې ګډوډ کړي.

د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا هم ویلي، چې په اوسني حساس وخت کې په سوریه کې مداخله ددغه هېواد په ګټه نه ده.

ورته مطالب