مولوي فقیر محمد له ګوښه کېدو بې خبري ښيي

مولوي فقیر محمد د انځور حقوق
Image caption مولوي فقير محمد چې د پاکستان په شمالي باجوړ ايجنسۍ کې ددغه خوځښت له لومړنيو کسانو دى.

مولوي فقير محمد چې د پاکستاني طالبانو د لوړې کچې دويم کس وو، وايي له دندې د ايسته کېدو خبر يې له رسنيو اورېدلى او تر اوسه ورته د تحريک له لوري مخامخ په دې تړاو څه نه دي ويل شوي.

مولوي فقير محمد له يوه نا معلوم ځايه د هغې شورا چې دده د ايسته کېدو پرېکړه ېې کړې، پر شته والي شک وښود او ويې ويل تر اوسه دپرېکړې د منلو او نه منلو په اړه څه نه شي ويلى.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې کچېرته د پاکستاني طالبانو مشر دى د مرستيالۍ له دندې لرې کړي څه غبرګزن به وښيئ، وويل چې که د تحريک مشرتابه دده د ايسته کېدو لپاره قانع کوونکي دلايل لرل، بيا به نو خپل دريځ روښانوو.

د نظر بېلوالی

ځينې رپوټونه وايي ښايي د مولوي فقير محمد او ددغه تحريک د مشرتابه ترمنځ د بې باورۍ له امله دغه پرېکړه شوې وي، خو نوموړي د هسې ژور اختلاف چې پاکستاني طالبان دې سره ووېشي، ونه منل، خووې ويل په جګړيزو حالاتو کې د نظر بېلوالى شونى دى.

ځينې شنونکي دا هم وايي چې د طالبانو د شورا له سلا پرته د مولو ي فقير محمد او د پاکستاني حکومت ترمنځ د خبرو د چمتووالي له امله ښايي دغه حالات رامنځته شوى وي.

خو مولوي فقير محمد خبرې د جګړو يو اړخ بولي او وايي چې د پاکستان حکومت ورته د خبرو وړانديز کړى، خو که شرطونو ته غاړه کېږدي، نو دوی چمتو دي.

مولوي فقير محمد د افغان طالبانو د خبرو هم ملاتړ وکړ او وې ويل چې سوله او خبرې کله هم له پامه نه شې غورځېدى.

ده وويل، د پاکستان د حکومت له لوري د هرځلي خبرو له وړانديزه يې خپل مشر بې خبره نه دى پرېښى.

مولوي فقير محمد چې د پاکستان په شمالي باجوړ ايجنسۍ کې ددغه خوځښت له لومړنيو کسانو دى، له پاکستاني حکومت سره يې څو ځلې خبري رسنيو ته لاره موندلې، خو تر اوسه بې پايلې دي.

ورته مطالب