پاکستان د اسامه کونډې په ناقانونه ورتگ تورنې کړې

Image caption د کورنيو چارو وزير ونه ويل چې دې ميرمنو ته به کومه سزا ورکول کيږي.

پاکستان د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن درې کونډې په دې تورنې کړي دي چې په ناقانون ډول د دوى خاورې ته ورغلې وې.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک په اسلام اباد کې د خبرو پر وخت و د اسامه د کونډو پر برخليک خبرې وکړې خو دا يې ونه ويل چې دا کار کله شوی او کله به د دوی محاکمه شروع کیږي.

د اسامه بن لادن ماشومان چې لا بالغ نه دي د پاکستاني چارواکو په وينا خوندي او ازاد دي.

ښاغلي ملک په اسلام اباد کې خبریالانو ته وويل دا قضيه يوازې د اسامه کورنۍ د بالغو کسانو پر ضد ثبت شوې او دوی د وکيل د درلودو په ګډون د ټولو حقونو نه برخمن دي او کولای شي چې په محکمه کې له ځانه دفاع وکړي.

د کورنيو چارو وزير ونه ويل چې دې ميرمنو ته به کومه سزا ورکول کيږي.

اسامه بن لادن د ٢٠١١ کال د مۍ په مياشت کې د امريکايي ځواکونو له خوا د پاکستان د ايبټ اباد په يوۀ کور کې ووژل شو.

د هغه درې ميرمنې چې دوه يې د سعودي اوسېدونکي او يوه يې يمنۍ ده د هغو له لسو اولادونو سره پاکستاني چارواکو د پوښتنو گروېږنو لپاره ونيول.

پاکستان په پيل کې ويل چې که چيرې د اسامه بن لادن د کورنۍ غړي وغواړي چې خپلو هيوادونو ته ستانۀ شي دوى به يې مخه ونه نيسي.

اوس هم د اسامه بن لادن د ماشومانو په باب پاکستاني چارواکي همدا دريځ لري خو د بالغو کسانو په برخه کې د دوى وروستى اعلان ښايي په دې مانا وي چې له هيواده يې وتلو ته پرې نه ږدي

ورته مطالب