پر غزه د اسراییلو بمبارۍ ۱۳ فلسطينیان وژلي

فلسطينیان د انځور حقوق gazaraids304x171afp
Image caption اسراییلي پوځ ادعا کوي دا بریدونه پر اسراییلو د فلسطيني فعالینو له ۳۰ توغندیو وروسته شوي دي.

طبي سرچینې وايي، د اسراییلو په یوه هوايي برید کې ۱۳ لس فلسطینان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

دا په تېرو څو مياشتو کې لومړى ځل دى چې دومره لوى شمېر کې فلسطينيان د اسرايیلو په هوايي بريد کې وژل کېږي.

اسراييلو ويلي دي، د خپل يوه اصلي هدف زهير القيسي (ابو ابراهیم) په نښه کولو بريالي شوي دي.

نوموړى د مقاومت د کمېټې مشر و، د هغه سلف هم تېر کال په یوه هوايي بريد کې وژل شوى و.

ددې برید په ځواب کې فلسطيني وسله والو د اسرايیلو په جنوب د توغندیو برید کړى چې دوه کسان يې ژوبل کړې دي.

په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، وروستۍ برید د شنبې پر ګهيځ د غزې تراډې په منځ "دیرالبلح" کلي کې وشو، چې یو کس یې وواژه او پنځه نور یې ټپیان کړل.

په برید کې څېرمه ودانیو او شخصي ملکیتونو ته هم سخت زیان اوښتی دی.

خو اسراییلي پوځ ویلي، دا برید یې تر هغو استخباراتي معلوماتو وروسته وکړ، چې وايي ولسي مقاومت په جنوب کې پر اسراییلي پولې برید کړی دی.

پوځ ادعا کوي دا بریدونه پر اسراییلو د فلسطيني فعالینو له خوا له ۳۰ توغندیو توغولو وروسته شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption اسراييلو ويلي دي، د خپل يوه اصلي هدف زهير القيسي (ابو ابراهیم) په نښه کولو بريالي شوي دي.

په دې وروستیو کې د مصر په منځګړیتوب د اسراییلو او فلسطيني ډلو ترمنځ يوه پوهاوي ته هڅې روانې وې.

د مشرانو وژل

له بي بي سي سره د فلسطيني ولسي مقاومت کوونکو د ډلې ویاند ابو مجاهد ویلي: "زموږ د مشرانو له وژل کېدو وروسته د سولې خبرې هېڅ امکان نه لري، اسراییل به څو ساعته وروسته پوی شي چې د ابو ابراهیم وژل څه معنا لري."

همدا وو چې ددغې ډلې پوځي برخې وویل چې د خپل مشر د وژلو په غچ اخیستو کې یې پر اسراییلو توغندي وتوغول.

ورته مطالب