پېښور: په جنازه کې ځانمرګي برید ۱۴ کسان ووژل

پېښور د انځور حقوق
Image caption په وروستیو کلونو کې پېښور ښار کې ځانمرګو بریدونو د سلګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور ښار ته څېرمه ځانمرګي برید لږترلږه ۱۴ کسان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.

برید پر یوې جنازې شوې دی.

پېښور کې د پولیسو یوه مشر عابد رحمن بي بي سي ته وویل، برید نن سهار بډه بیره کې وشو.

برید د یوه قبایلي مشر امداد خان د ښځې د جنازې د لمانځه پرمهال شوی دی.

نوموړی وايي، چې په برید کې څوارلس کسان وژل شوي او تر دېرشو ډېر نور ټپیان دي.

پولیسو ویلي، برید کوونکی پلی روان و، چې د جنازې مخې ته په رسېدو یې ځان وچووه.

د برید کوونکي عمر د ۲۵ او ۳۰ کلونو ترمنځ ښودل شوی دی.

پولیس وايي چې په دغه جنازه کې د صوبايي اسمبلۍ مرستیال مشر خوش دل خان هم موجود و، خو نوموړی روغ رمټ وتلی دی.

تر اوسه د برید پړه چا نه ده منلې.

په وروستیو کلونو کې پېښور ښار کې ځانمرګو بریدونو د سلګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

ورته مطالب