اوباما: له افغانستانه د وتلو بیړه نه لرو

کندهار د انځور حقوق AFP
Image caption د کندهار پېښې د افغانانو سخته غصه راوپاروله.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ويلي دي، د یکشنبې په ورځ د يوه امريکايي عسکر له خوا د شپاړسو ولسي افغانانو وژنه، په افغانستان کې د هغوى ستراتيژي نه بدلوي.

ښاغلي اوباما د امريکا له سيمه ييزو ټلويزيوني چينلونو سره د مرکې پر مهال وويل، مهمه ده ډاډه شي چي امريکايي عسکر به له اړتيا پرته په افغانستان کې ډير پاتې نه شي.

خو له افغانستانه نه په وتلو کې د بيړې په اړه يې هم خبردارى ورکړ:

''پرته له شکه هغه څه چې دا اوونۍ پېښ شول یو زړه ماتونکې عمل او یوه تراژیدي وه. ما ولسمشر کرزي ته وویل ددغو ملکي وګړو وژنه چې ماشومان هم پکې شامل دي امریکاییان څنګه احساسوي. فکرکوم موږ ټول یې په اندېښمن کړي یو.

خو هغه څه چې موږ یې نه کول غواړو هغه له افغانستان په بیړه د ځواکونو ایستل دي. موږ په ملکي څانګو کې هم سلګونه سلاکاران لرو او ډېرې وسیلې لرو چې باید له افغانستان وایستل شي.''

د انځور حقوق
Image caption اوباما: ''... موږ په ملکي څانګو کې هم سلګونه سلاکاران لرو او ډېرې وسیلې لرو چې باید له افغانستان وایستل شي.''

په پنسلوانیا ایالت کې ښاغلي اوباما له یوه امریکايي تلوېزیوني چینل سره په مرکه کې وویل "موږ باید په مسؤولانه توګه له افغانستانه ووځو، هسې نه چې تر وتلو وروسته بېرته ورګرځېدو ته اړ شو."

په کندهار کې د یکشنبې پېښې د افغان او امریکايي ځواکونو ترمنځ د ترینګلتیا فضا رامنځته کړې ده.

تېره ورځ په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د ممکنه بریدونو پروړاندې د تیارسئ امر شوی و.

د امریکا دفاع وزیر ویلي وو چې پلټنه پیل شوې، که تورن پوځي پړ وخېژول شي، سزا به ورکړل شي.

ورته مطالب