سويفټ له ايراني بانکونو سره راکړه ورکړه دروي

سویفټ د انځور حقوق swift.com
Image caption د نړۍ تقریباً ټول بانکونه پخپلو معاملو کې له سویفټ ګټه اخلي.

هغه سازمان چې د بانکونو ترمنځ نړيوالې راکړې ورکړې سمبالوي، وايي سر له نن نه به له هغو ايراني بانکونو سره معاملې ودروي چې پرې بنديز لگول شوى دى.

د سويفټ ددغه گام موخه دايران پرضد د اروپايي اتحاديې له لوري د لگول شويو بنديزونو عملي کول دي.

پر ايران له دې کبله دغه بنديزونه لگول شوي چې خپل اټومي پروگرام ودروي.

سازمان وروسته له هغه دغه کار وکړ، چې تر سخت فشار لاندې راغي، په تېره د امريکا د متحده ايالتونو له لوري، چې په الکترونيکي ډول ايران ته د پيسو د لېږد رالېږد د مخنيوي غوښتنه کوي.

د بي بي سي د سوداگرۍ د برخې خبريال مارک گريگوري پرې رپوټ لري.

دغه گام، له نړيوال مالي سيستم نه د ايران د ايستلو په پراخ کمپاين کې يو مهم هغه دى.

د سويفټ بشپړ نوم، په نړۍ کې د بانکونو ترمنځ د مالي اړيکو ټولنه دى، چې مرکز يې په بلجيم پروت دى.

دغه سازمان د بانکونو ترمنځ د پيسو او دپورونو د ليږد رالېږد خوندې لاره برابروي.

ډيرې نړيوالې سوداگريزې معاملې د سويفټ له لارې ترسره کيږي . دغه سازمان ځان د يوه ناسياسي هغه په توگه پيژني او په ټوله کې ځان له دغه ډول فعاليتونو ليري ساتي.

د سازمان دا پرېکړه چې د ايران له هغو بانکونو سره به معامله نه کوي، چې پرې بنديز لگول شوى، له هغو فشارونو وروسته نيول کېږي چې د واشنگټن او وروستيو کې د اروپايي اتحاديې هيوادونو پرې راوست.

په دې اړه د سويفټ اعلاميې خپله هم دا يو بېسارى گام بللى دى.

د امريکا د متحده ايالتونو د فشارونو په نتيجه کې يو شمير سترو بانکونو واردمخه له ايران سره خپلې معاملې محدودوي کړي دي.

په اروپايي اتحاديه کې د بنديزونو سلاکار پروفيسور ميرداد عمادي وايي ايران هر هغه څه چې يې په وس دي کوي ، چې ددغوبنديزونو اغيز کم کړي:

"ايران د سروزرو د سيمانو ، قيمتي اوسپنو او شخصي پيسو د کارونې په لوري درومي. چورلکې دغه شيان لويو بيړيو کې ښکته کوي او خپلې معاملې پرې کوي."

هغه ايراني بانکونه، چې د سويفټ د راکړې ورکړې له سيستم نه ايستل شوي، لاهم کولى شي چې له بهرنۍ نړۍ سره کاروبار وکړي، خو د فاکس او ليکونو د ليږلو په زړو طريقو سره.

ورته مطالب