ګیلاني: شپږ میاشتې بند منم خو لیک نه استوم

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا ګېلاني وايي هغه به د سویس چارواکو ته لیک وانستوي ځکه چې دا کار د پاکستان د اساسي قانون پرضد دی.

د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا ګېلاني وايي هغه به د سویس چارواکو ته لیک وانستوي ځکه چې دا کار د پاکستان د اساسي قانون پرضد دی.

د پاکستان صدراعظم وايي مخکې یې هم څو کاله په زندان کې تیر کړي شپږ میاشتې به نور هم تیرې کړې.

ښاغلي ګیلاني د پنجاب صوبې په بهاول پور ښار کې د پوهنتون محصلینو ته په وینا کې وویل نه غواړي چې د پاکستان د اساسي قانون پرضد کار وکړي خو په بیا بیا ورته ویل کیږي چې د سویس چارواکو ته لیک واستوه او د ولسمشر اصف علي زرداري پرضد د فساد دوسیه بیا پرانیزه.

تر دې دمه ښاغلی ګیلاني دوه ځلې محکمې ته وړاندې شوی او سترې محکمې ورته امر کړی چې د ولسمشر آصف علې زرداري پرضد د فساد دوسیه بیا پرانیزي او په دې هکله د سوېس چارواکو ته لېک واستوي.

خو صدراعظم یوسف رضا ګیلاني، د نوموړي وکیل اعتزاز حسن او د پیپلز ګوند اکثره چارواکي وايي د اساسي قانون له مخې ولسمشر آصف علي زرداري قانوني مصوعنیت لري او لیک استولو ته اړتیا نشته.

ښاغلي ګیلاني محصلینو ته په وینا کې وویل که لیک استوم نو دا له اساسي قانون نه سرغړونه ده چې جزا یې مرګ ده او که لیک نه استوم نو دا سترې محکمې ته سپکاوی دی چې جزا یې شپږ میاشتې بند ده. اوس تاسو ووايی چې د شپږو میاشتو بند جزا غوره ده او که د مرګ؟.

دغه راز د پاکستان صدراعظم زیاته کړه چې ولسمشر زرداري ته پارلمان قانوني مصوعنیت ورکړی ستره محکمه باید پارلمان محکمې ته په سپکاوي تورن کړي.

ورته مطالب