لېبیا: د 'پرس ټي وي' دوه برتانوي خبریالان خوشي شول

خبریالان د انځور حقوق press tv
Image caption دغه خبریالان د جاسوسۍ په تور لېبیايي ملېشو نیولي وو.

دوه برتانوي ژورنالیستان چې لېبیايي ملېشو د جاسوسۍ په تور نیولي وو، خوشي شوي دي.

دغو دوو ژورنالیستانو د ایراني تلویزیون پریس ټي وي لپاره کار کاوه چې تېره میاشت په طرابلس کې ونیول شول.

ملېشو ویلي وو چې دغه دوه ژورنالیستان نیکولاس ډیویس جونس او کریت جانسن په ناقانوني توګه لېبیا ته ورغلي وو.

خو څو ورځې وړاندې دغه دوه خبریالان د لېبیا حکومت ته وسپارل شول.

د لېبیا د کورنیو چارو وزارت وايي وروسته له هغه چې څرګنده شوه چې دې خبریالانو کوم جرم نه دی کړی دواړه یې خوشي کړل.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي ''د برتانوي خبریالانو د خوشي کولو هرکلی کوو. چې په دې وروستیو کې په لېبیا کې نیول شوي وو.''

ویانده زیاتوي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو دغو خبریالانو ته اړین توکي برابر کړي دي.

ورته مطالب