د بشر نويد کالم پښتونخوا: ټارګېټ گيلينگ

د انځور حقوق Reuters
Image caption موږ امن غواړو خو چې اول مخ سر د وينو نه پاک خو کړو کنه!!

د روان ټارګېټ گېلېنگ په واقعياتو کې قامي مشران، د جرګو د سر سړي، سيکولر قام پرست شخصيتونه او ورسره ورسره د لوړې رتبې پوليس افسران د مينځه ځي او دا سلسله دوام لري.

په پښتونخوا کې د ټارګېټ گېلېنگ واقعيات تېز شوي دي، په سياسي مېدان کې چې د جلسو جلوسونو کومه لړۍ پېل شوې وه د پرله پسې خودکش حملو( ځانمرگو بريدونو) او بمي چاودنو او ټارګېټ گېلېنگ د واقعو له امله يو ځل بيا سياسي ډلو او اهمو شخصياتو ساه راښکله، يوه اوږده خاموشي شوه.

په داسې حالاتو کې سياسي خاموشي د قامي جرم په نوم ياديږي، خو چرته چې جرمونه معمول وګرځي هلته د جرم معنا بدله شي، موږ اوس د خاموشۍ قامي جرم ته مجبوري وايو، سر هم بچ کوو او سرداري هم کوو!!

په خټو کې هم ګرځو او جامې هم د خټو نه ساتو!! موږ د خاموشۍ په داسې غار ننوتي يو چې مخ په وړاندې نور نور ډوبې تيارې ته ځو، خو واپس رڼا ته نه راګرځو. لکه افلاطون دا وېنا زموږ د پاره کړې وه چې !!!

''که يو ماشوم د تيارې نه ويريږي نو هيڅ د تعجب خبره نه ده، خو که يو بالغ انسان د رڼا نه ويريږي نو دا ډېره د حېرانتيا خبره ده''

اوس هر څوک تيارې ته زور کوي، مېدان خالي پروت دى، د ولسونو غږونه شته خو د اورېدو غوږونه نشته، د خلکو مرۍ کېناستې اوازونه بوغي شول، او هر څوک وايي!!

چا ته فرياد وکړم چې چا وخوړم!!؟؟

ابادې لوې ښاريې داسې دي لکه چې خوا کې ورسره د ځنګل نه لېوه راشي او خلک ماتوي، د سرکار په ايف اۤى اۤر کې د دې بلا نوم نشته، فقط ''اسم نامعلوم'' ليکلي کيږي، خو بايد چې اوس هر څه معلوم وي، اوس واضحه دوه قوتونه ښکاره دي، يو قوت امن غواړي بل دهشت او وحشت!!!

د انتها پسندۍ دا سلسله چې موږ درې لسيزې وروستو بوځو نو د افغانستان د وينو ''پرون'' زموږ ''نن'' دى. د پښتنو پرون او نن يو بل ته وايي!!

چې تا ته ګورم ژړا راشي

چې ځانته ګورم په ما لا ډېر دي غمونه

موږ په خپل وينې وينې نن کې په سوونو شهيدان په زرګونو د بمي چاودنو زخميان او په لکونو بې کوره شوي.

ځپلي شوي ولسونه لرو، موږ قامي شناخت ''پښتونخوا'' په داسې وخت کې حاصل کړو چې قامي طور موږ اوس هم پريک پريک شوک شوک، بې کوره، بې وره، بې دره په خپل وطن کې کډه په سر ګرځو.

سر لرو رهبر نه لرو، سنګر لرو، لښکر نه لرو. کهٴ چرې موږ په دغه ضرورتونو پوره وو نو د چا مجال به څه وهٴ چې په موږ به يې داسې بلوسه کوله.

د دې مثال او ثبوت د پښتنو هاغه تاريخ دى چې د پرنګي غوندې د ښکېلاک دوړه يې په ځان نه ده پرېښى.

خو چې هر کله په نړيوال تناظر کې سياستونه نوي شول، د پښتنو نه وينې څڅېدې او په لاس کې سپينې جنډې ورکړې شوې، حالانکې چې مخالف قوت سره په لاس کې خنجر وي ما حلالوي، د ځانه يې د بمونو بارودو واسکټ تاو کړي وي، بې ګناه ولسونه الوزوي، درنې وسلې سره په مورچه کې ناست وي ډزې کوي.

په کورونو دننه راننوځي ننګ ناموس پليتوي، سترونه ماتوي، نو په داسې حال کې د سپينو کونترو الوزولو، د سپينو جنډو او چتولو او داسې کلک سترګو سره د امن معاهدو څه جواز!!؟؟

موږ د خوش فهمۍ او د ځان د وفادار ثابتولو په جذباتو کې همېشه مارانو ته په لپو کې پۍ نيولي دي، خو په دې فکر نه کوو چې د مار فطرت څه دى!!؟؟

هو!!

موږ امن غواړو خو چې اول مخ سر د وينو نه پاک خو کړو کنه!!

موږ د جنګ نه کرکه کوو خو زموږ لارې کوڅې حجرې جوماتونه غرونه درې د بارودو د ذخيرو نه پاک خو چې شي کنه!!

موږ نه خودکشي کوو او نه بل وژنو خو چې موږ د جنګ د حالت نه ووځو کنه!!

خو...!!

چې موږ له په لاس کې د نړيوال امن په نوم څوک سپينې جنډې راکړي او د جنګ جنون پرست دامن سپينې جنډې موږ له سره کفنونه کړي نو د امن په نوم ځان وژل شريفانه بزدلي نه ده!!؟؟ چې هم مړ کېږم او هم پړ کېږم!!

زموږ جرګه مرکه، فېصله، لښکر هر څه د مينځه تلي دي په سپينو کفنونو کې غلي پلي ناست يو، د کارغانو مارغانو اوازونه او د سپينو کونترو الوتل مو په فال نيولي دي که په سپين کفن کې مړه شو نو شهيدان به ياديږو که غازيان شو نو دغه کفنونه به د امن د سپينو جنډو جلوسونه کړو.

څومره بې هدفه او بې عقيدې جنګ کې ولاړ يو، قامي مشران مو مري، ځوانان مو شهيدان کيږي، سترونه مو ماتيږي، د بربادۍ د تصويرونو نمايش مو کيږي، په عالمي چنده مهم کې سوالي سوالي ګرمو تنورونو سره يخ پخ غلي پلي ويريدلي ترهېدلي ناست يو نه چا لښکر کړو، او نه چا سنګر!!

مرو خو هسې هم مرو خو بې لښکره، بې سنګره، بې رهبره، بې روه، بې ګودره، بې کوره او بې دره مرو!!

اوس چې د ټارګېټ گېلېنگ په واقعياتو کې دوه قوتونه بېخي واضحه په مېدان ښکاره دي، چې يو قوت د قتل په نيت د بربريت او وحشت په شکل کې موږ پسې حجرې جومات او کورونو ته راننوځي.

او بل قوت د سيکولر قام پرستۍ او د امن په نامه يو يو ډکى اخوا يو يو ډکى دېخوا لکه د سوراړا د زوزانو او سپلمۍ پشان ولاړ دى. د قدرت کرشمو او د نصيبونو وېش ته ګوري، نو لکه د کونډو به دا ښېرې کوو.

په ما دې وکړه په تا ووشه

واړهٴ دې مړهٴ شه لوى دې وغواړه خېرونه

اوس د دعا لپې په مخ راښکل دي، د ښېرو سپينې تښتېدلې شونډې په شور سپړدل دي، پښتانهٴ او افغانان شريک جرګه کول دي، لښکر جوړول دي، خپل خاطرات او افتخارات ساتل دي.